د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

منځنۍ اسيا ته د جرمني د صدراعظم سفر؛ يوشمېر هېوادونو سره به بېلابېلې هوکړې وکړي


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به په‌دې اوونۍ کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په ناسته کې برخه واخلي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به نن یک‌شنبې منځنۍ اسیا ته درې ورځنی سفر له ازبکستان څخه پیل کړي.

هغه به سبا دوشنبې او بل سبا، سه‌شنبې په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا د فارمټ په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړی به راتلونکې اوونۍ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د دغه کنفرانس لومړۍ غونډه تېر کال په برلین کې جوړه شوې وه.

شولڅ به د خپل سفر په لومړي ټپال کې په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او له ازبکستان څخه جرمني ته به د ماهرو کارګرو د انتقال په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.

نوموړی به راتلونکې اوونۍ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له‌مخې، شولڅ به نن ماسپښین سمرقند ته ورسیږي او هلته به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره له ازبکستان څخه جرمني ته د ماهرو کارګرو د انتقال او همداراز له جرمني څخه د رد شویو کډوالو د انتقال په اړه موافقې لاسلیک کړي.

د جرمني صدراعظم
د جرمني صدراعظم

شولڅ غواړي چې له دغو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او تېر کال یې له دوی سره د اقتصاد، انرژۍ، اقلیم او چاپيریال په شمول په بېلابېلو برخو کې ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړه.

په قزاقستان کې به د ده خبرې جرمني ته د دغه هېواد د تېلو او ګازو پر صادراتو متمرکزې وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د جرمني د ختیځې سوداګرۍ په اتحادیې کې د منځنۍ اسیا سیمه‌ییز رییس اډوارډ کینسبرونر وايي، ډېری جرمني شرکتونه، چې په روسیه کې یې سوداګرۍ وتړلې، په منځنۍ اسیا کې دفترونه پرانیستي دي.

کینسبرونر زیاته کړه، د جرمني شرکتونه د نورو سکتورونو په منځ کې د کیمیاوی توکو، ماهرو کارګرانو، نوې کېدونکې انرژۍ، لوژستیک او تعلیم په قراردادونو خبرې کوي.

هغه زیاته کړه، تمه کېږي چې د دې قراردادونو ډېری به د شولڅ د سفر په لړ کې لاسلیک شي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ادارې "HRW" د جرمني له صدراعظم اولف شولڅ څخه وغوښتل، چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې له هغوی وغواړي چې په خپلو هېوادونو کې بشري حقونه دود او پیاوړي کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د جرمني حکومت په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته له هغو سره نژدې اړیکې ټینګولی نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG