د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

افغانستان کې د رومیانو د حاصلاتو زیاتوالی؛ یو شمېر افغانان ورنه په بېلابېلو ډولونو استفاده کوي


په کندهار کې له رومیانو څخه د روب جوړولو فابریکې یوه څنډه
په کندهار کې له رومیانو څخه د روب جوړولو فابریکې یوه څنډه

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، رومیانو د حاصلاتو د ټولولو د وخت په رارسېدو دوی ورنه په بېلابېلو ډولونو استفاده کوي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې په دوبي کې د رومیانو د پرېمانۍ او ارزانۍ له امله دوی یې ترې رُب او چتني جوړوي او هم یې وچوي چې په ژمي او نورو موسمونو کې ترې ګټه واخلي.

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکې مینا ازادي راډیو ته وویل: "موږ ترې رُب جوړو، چتنې ترې جوړوو، د دې لپاره چې دې موسم کې هم ارزانه دي هم پرېمانه چې بیا وروسته نورو موسمو کې ترې ګته واخلو."

په هلمند کې له کروندو راټول شوي رومیان
په هلمند کې له کروندو راټول شوي رومیان

د کابل ښار اوسېدونکې سپوږمۍ هم ورته خبره کوي او وايي: "ډېرې کورنۍ په ورځني ژوند کې له بادنجان رومیو نه یوازې په خوړولو او سلاد کې کار اخلي بلکې چتني هم ترې جوړوي، په بازار کې چتني پیدا کېږي، خو هغه صحي نه وي او کورنۍ کولای شي چتني په خپلو کورونو کې جوړې کړي."

په کابل کې د رومیو د ځینو پلورونکو د معلوماتو له مخې، په تېر موسم کې د یو من بادنجان رومیو بیه به ۸۰ تر ۹۰ افغانیو وه، خو اوس دا بیه ۳۰ افغانیو ته راښکته شوې ده.

بلخوا بزګران که څه هم په دوبي کې د بادنجان رومیو د حاصلاتو له زیاتوالي خوشحاله دي، خو د دوی په خبره د معیاري سړو خونو نشتون د دې لامل شوی چې خپل حاصلات د خوسا کېدو له وېرې په کمه بیه وپلورل شي.

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یو بزګر عبدالقدیر ازادي راډیو سره خبرو کې دغه ستونزه د بزګرو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وګڼله.

د پروان اوسېدونکی عبدالقدیر وايي: اوس رومیان موږ په کابل یا پروان کې من په ۳۰ افغانیو پلورو، خو چې کله یې موسم نه وي حتي موږ خپله هم مجبورېږو چې من په سل افغانیو یې وپېرو، دا څومره ضربه ده چې بزګر او افغانستان ته ورسېږي.

هغه وویل: "د بادنجان رومیو حاصلات ډېر ښه دي، خو بدمرغي دا ده چې په ټول افغانستان کې یوه سمه سړه خونه نه‌‌شته چې موږ په کې بادنجان رومي وساتو او بیا یې په نورو فصلونو کې هم وپلورو، اوس یې موږ په کابل یا پروان کې من په ۳۰ افغانیو پلورو، خو چې کله یې موسم نه وي حتي موږ خپله هم مجبورېږو چې من په سل افغانیو یې وپېرو، دا څومره ضربه ده چې بزګر او افغانستان ته ورسېږي."

رومیان چې د ښو او قوي خوراکي ویټامینونو درلودنکې ترکاري ده، د دیګي خوند او رنګ جوړوي، په خامه توګه هم خوړل کېږي او د چتنیو او اچارونو په جوړولو کې هم ترې کار اخیستل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG