د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

شنې خونې؛ د کرنې عصري بڼې ارزګان د ترکارۍ له اړخه په ځان بسیا کړی


ارزګان کې شنې خونې
ارزګان کې شنې خونې

افغانستان ته د نړیوالو مرستو سره سم دغه هېواد کې په نورو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ کرنه او مالدارۍ هم عصري شوې چې اوس سوکه سوکه دغه هېواد یې پر ځان بساینې لورته نږدې کړی دی.

د دغه هېواد د سویلي ولایت ارزګان کې زیات شمېر هغه بزګرانو چې مخکې به يې په دودیزه بڼه کرنه کوله او ګټه به یې هم کمه وه، خو اوس يې د نړیوالو او افغان دولت په مرسته عصري کرنې ته مخه کړې او زیاته ګټه ترلاسه کوي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د نوبهار کلي اوسیدونکی سید نبي چې د یوې خیره موسسي له لوري ورته پر یو جریب ځمکه شنه خونه جوړه شوې او کوهی (څاه) یې هم ورته کېندلې چې له یادې څاه په لمریزو هندارو اوبه راپورته کوي او خپلې ځمکې پرې خړوبوي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د نوبهار کلي اوسیدونکی سید نبي
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د نوبهار کلي اوسیدونکی سید نبي

نوموړی چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په خپله شنه خونه کې په کرکیله بوخت دی، د یادې شنې خونې څخه یې په روان کال کې دوه فصله حاصل اخیستی او اوس د درېیم لپاره چمتوالی نیسي.

سیدنبي وايي: "موږ ترې ډېره ښه استفاد کړې، بادرنګ، رومیان، ترکاري په کې کرو بیا یې مارکیټ ته وړو، کوم توکي چې له پاکستانه راځي هغه بیا زموږ د وطن خلکو ته په لوړه بیه تمامېږي. دې کار د ارزګان خلک د بهرنیانو له محتاجیو خلاص کړل."

سیدنبي زیاتوي، دولت دغه ولایت کې شنې خوندې داسې کسانو ته ورکړي چې هېڅ ورته اړتیا نه لري او په وینا یې که دا خونې واقعي بزګرانو ته ورکړل شي دغه ولایت به نور هم د سبزیجاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

په ارزګان کې کرنه کلونه-کلونه سابقه لري، خو د شنو خونو جوړېدل لا هم د ډېرو خلکو لپاره نوې تجربه ده چې یوه کال کې څلور فصله حاصل ورکوي او کروندګر ترې خوشحال دي.

ارزګان کې شنې خونې
ارزګان کې شنې خونې

عصري کرنې نه یوازې دا چې ارزګان ولایت د سبزیجاتو له اړخه پر ځان بسیا کړی بلکې ترڅنګ یې زیات شمېر بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې.

سیدنبي چې یو خت يې خپله دغه یو جریب ځمکه په یوازې ځان کرله، خو اوس یې ځان سره څلور تنه نور هم په دنده ګمارلي.

نیاز محمد چې مخکې بې روزګاره و، اوس په دې شنه خونه کې په کار بوخت دی وايي: "زه اوس دې شنه خونه کې خپله روزانه کوم، له دولته غوښتنه کوم چې دا ډول شنې زیاتې کړي، څو زما په څېر نور بې روزګاره کسانو ته هم د کار زمینه برابر شي."

په دې سیمه کې یو بل بزګر نور علي ازادي راډيو ته وویل چې د یادو شنو خونو په جوړولو سره زیات شمېر بزګرانو د کوکنارو له کروندې لاس اخیستی دی.

نیاز محمد چې مخکې بې روزګاره و، اوس په دې شنه خونه کې په کار بوخت دی
نیاز محمد چې مخکې بې روزګاره و، اوس په دې شنه خونه کې په کار بوخت دی

د زراعت د برخې کارپوهان په ارزګان ولایت کې د شنو خونو ترویج ښه او پرځای اقدام یادوي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس احمد شاه خیري وايي، تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو موسساتو په مرسته او د کرنې وزارت له لوري ۱۴۰ شنې خونې جوړې شوي دي.

خیري زیاته کړه: "د دې خونو یو شمېر د کرنې او مالدارې وزارت له لوري جوړ شوي او ځینې د په نوم موسسې جوړې کړي، راتلونکي غواړو دغه ډول پروژې پلې کړو، سږکال مو پلان درلود، خو روانو جګړو زموږ مخه ونیوله."

خیري وايي، شنې خونې د خلکو د اقتصادي ودې ترڅنګ د سبزیجاتو د اړتیاوو له اړخه د وچکالۍ سره د مبارزې ښه بديل دی، ځکه په وینا یې شنو خونو کې د کمو اوبو څخه په ښه ډول استفاده کېدای شي او د ژمي او دوبي په دواړو فصلونو کې حاصلات ترلاسه کېدای شي.

چارواکي وايي، د ارزګان ډېرو سیمو کې طبیعي شرایط د شنو خونو د جوړولو او ودې لپاره مناسب دي او غواړي چې د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د ولسوالیو اوسیدونکي هم دغه کار ته وهڅوي.

خو ارزګان ولایت کې روانو جګړو نه یوازې د دغه ډول نورو پروژو مخه نیولې، بلکې وېره شته چې دا به هم له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG