د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

ننګرهار: د کامه په سبزي منډوي کې سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې


کامه د ننګرهار يوه کرهنيزه ولسوالۍ ده چې ځمکې يې د كونړ په سيند خړوبيږي او د هر رنګ فصل کېدو ته اماده او تياره ده.

د دې ولسوالۍ د بزګرانو په خبره د کامې ځمکې بې فصله نه وي؛ مهم کرهنيز پيداوار يې غنم، وريجې، ګني، جوار، پنبه، مۍ اوپه سبزيجاتو کې بينډۍ، فاصلیه، الوګان، کچالان، پياز، بادرنګ، رومي اوتوربانجان دي.

پخوا به دغو بزګرانو د خپلو ځمکو سبزیجات د جلال اباد ښار سبزيو منډوي ته وړل؛ خود دوی په خبره په داسې نرخ به ترې اخیستل کیده چې یوازې تر ولسوالۍ پورې د خپل تګ راتګ پيسې پوره کولې.

د کامه ولسوالۍ یو شمېر پانګوال په شریکه د دې ستونزې د حل په لټه کې شول او شاوخوا دوه کاله وړاندې د کامه مرکزي روغتون ته نیږدې د دوسرکې په سیمه کې يې د سبیزيو منډوي جوړه کړه چې د وخت په تېرېدو اوس دا منډوي د افغانستان په کچه بلل کیږي.

ددې منډوي یو تن مسول قاري الهام الدین وویل، چې اوس نه یوازې د کامه ولسوالۍ بلکې د نورو ولسوالیو حاصلات هم دې دې منډوي ته راځي او له دې ځای څخه د هیواد نورو پنځلسوولایتونو ته انتقالیږي:

"تقریبا د کامه ټول سبزیجات دلته راځي او ان د بهسود، ښيوې ولسوالۍ نه هم سبزیجات دلته راوړل کیږي، بیا سوداګر راځي له دې ځای څخه سبزي وړي موږ تقریبا پنځلس ولایتونو ته د سبزیو صادرات لرو"

د دې منډوي یو بل شریکوال ننګيالی وايي؛ دلته نه یوازې د بزګرانو ستونزې آوارې شوي؛ بلکې د کامه ولسوالۍ په سلګونو ځونان هم ورسره په کاروبار مصروفه شوي دي:

"دلته شاوخوا شپږ سووو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې په بیلابیلو برخو کې خلک پرې مصروفه دي؛ بل دا دهقانان به پخوا چې جلال اباد ته خپل حاصلات یوړل دوی ت به يې شل روپۍ ونیوې چې بیرته هغه د یکشې پيسې يې هم نه پوره کولې."

د کامه بزګران هم خوښ دي چې دوی حاصلاتو لپاره مارکیټ پيدا شوی دی.

نجیب الله وايي یو وخت به د دوی حاصلات د مارکیټ د نه شتون له وجه کونړ سیند ته پریوتل خو اوس د هقانان له پيسو سره خبرې کوي:

"ای وروره دا منډوي ډيره ښه ده، مخکې به د هقانانو بینډۍ او رومیان د کونړ سیند کې پراته و اوس زموږ حاصلات ته مارکیټ پيدا شوی دی واله دهقان سره خبره کیږي له اوس ایله موږ ته له کامه نه دبی جوړه شوې"

د زراعت د برخې پوهانو په خبره که چيرې د ځمکې پيداوارو لپاره شنې خونې جوړې او فعاله وساتل شي او په هغو سیمو کې، چې حاصل زیات ولري مارکیټ ورته جوړ شي نو له یوې خوا به بزګران له اقتصادي ستونزو څخه خلاص شي او له بلې خوا دغه حاصلات تازه په تازه نورو ولایتونو ته انتقال شي نوهغه ولایتونه به هم د سبزیو په برخه کې غني شي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG