یو شمېر هغه په عمر پاخه کسان، چې له زدهکړو پاتې دي، په خپلو سیمو کې د سواد زدهکړې د کورسونو د چارو له پیکه کېدو شکایت کوي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هغه کسان چې د جنګ جګړو له کبله له زدهکړو پاتې شوي په خپلو سیمو کې د سواد زده کړې د کورسونو د بیا فعالېدو غوښتنه کوي.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې سیمو کې د سواد زدهکړې کورسونه فعال و، خو اوس هغه فرصتونه نهشته.
که بیا هم دغه کورسونه فعاله شي د راتلونکې لپاره به موږ ته یوه روښنايي وي."سيد رحمان
په عمر پوخ سید رحمان چې د تخار ولایت اوسېدونکی دی وايي، ښوونځی یې نهدی لوستی خو په خپله سیمه کې د سواد زدهکړې د کورس د بیا فعالېدو غوښتنه کوي.
هغه وايي: "په تېر جمهوري نظام کې د سواد زدهکړې کورس فعال و، خو اوس نهدی، زه خپله لیک لوست نهشم کولای، خلک اوس زدهکړې نه کوي، که بیا هم دغه کورسونه فعاله شي د راتلونکې لپاره به موږ ته یوه روښنايي وي."
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سید اکبر هم ورته غوښتنه لري او وايي چې، د سواد زدهکړې کورسونه د دوی لپاره ډېر ضرور دي.
سيد اکبر ازادي راډيو ته وويل: "د سواد زدهکړې کورسونه د هر چا لپاره مهم دي، موږ په خپلو سیمو کې د دا ډول کورسونو فعالېدو ته ډېره اړتیا لرو، موږ هیله لرو چې د سواد زدهکړې کورسونه دې په هغو کلیو کې وي، چې اوسېدونکي یې له لیک لوسته بېبرخې دي."
دا پهداسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام پرمهال له ۱۵ تر ۴۵ کلنو هغو کسانو ته چې لیک لوست یې نه شوای کولای د لومړنیو زدهکړو زمینه برابرېده.
د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې معنیت یوه مسوول چارواکي ازادي راډیو ته وویل، د جمهوريت پرمهال د سواد زدهکړې ۱۷ زره کورسونه فعال وو، چې ښځو او نارینو پهکې زدهکړې کولې.
"د یونسکو د شمېرو لهمخې په افغانستان کې د لیک لوست کچه ۴۳ سلنه شوې
د دغې ادارې پخوانی مرستیال سردار محمد رحیمي وايي، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته پهدې برخه کې پرمختګ نهدی شوی.
نوموړی وايي: "د یونسکو د شمېرو لهمخې په افغانستان کې د لیک لوست کچه ۴۳ سلنه شوې وه، خو د طالبانو په بیا ځلي واکمنۍ کې طبیعي خبره ده چې دوی ته د سواد زدهکړې برنامې لومړیتوب نهلري، دوی تر ډېره د دیني مدرسو او د سنتي لارو چارو په پراخولو کې هڅې کوي، په افغانستان کې د سواد زدهکړې لپاره ځانګړې برنامې نهلري او تر هغه ځایه چې زه یې په اړه معلومات لرم هغه پخوانۍ برنامې هم ګمرنګه شوي دي."
دا نیوکې داسې مهال کېږي چې، طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونې پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
هڅه مو وکړه چې د سواد زدهکړو د پروګرامونو د څرنګوالي په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد حمزه نظر هم ولرو، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پهدې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د زدهکړو د برخې یو شمېر فعالان وايي چې، لیک لوست د ټولو لپاره مهم او حتمي دی او باید په ټولنه کې یې د کچې د لوړولو لپاره لازم پام وشي.
د دغه فعالانو له ډلې عبدالهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "څوک چې سواد ولري هغه لیک او لوست کولای شي، په افغانستان کې د خلکو لپاره سواد هر وخت مهم دی، باید د پوهنې وزارت د سواد زدهکړو د پرمختګ او ودې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي چې د افغانستان ټول خلک د لیک لوست له نعمته برخمن شي."
دا چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی او تېرو کلونو کې د جنګ جګړو او نورو ستونزو له کبله ډېری افغانان له زدهکړو پاتې شوي، د زدهکړو د برخې پوهان وايي، چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لومړنیو زدهکړو لپاره فرصتونه برابر کړي.