د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

جاپان ټایمز: نجونې د افغانستان ښوونځیو ته له تګه محرومې شوې


افغان زده کوونکې نجونې
افغان زده کوونکې نجونې
  • جاپان ټایمز

جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وضعیت لیکنه خپره کړې او د یوې لیکنې عنوان یې دی 'نجونې د افغانستان ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې."

لیکوال یې لیکي، طالبانو چې څه باندې میاشت مخکې یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، امر کړی چې هلکان او ښوونکي دې سر له شنبې ښوونځیو ته ستانه شي، خو نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې کړای شوي دي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو افراطي ډلې پر کابل د ولکې تر ټینګولو مخکې ژمنه کړې وه، چې ټول ­شموله او د نرم دریځ لرونکی حکومت به جوړوي، هغسې حکومت نه چې دوی د نویمې لسیزې په دویمه نیمايي کې درلود.

د ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې نجونې او ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړای شوې وې.

جاپان ټایمز زیاتوي، د ښځو حقونو ته د درناوي له ژمنو سره- سره د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تازه اعلامیه، د ښځو حقونو ته د ګواښ پېښولو لپاره د طالبانو اقدام په ډاګه کوي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونه هم په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته په اشاره لیکي: په افغانستان کې د نجونو د لومړنيو ښوونځيو زده ­کوونکي له ۱۳ څخه تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه لري.

د لیکنې په حواله، د افغانستان ښوونځي د کرونا وبا پر مهال هم څو- څو وارې د تړل کېدو له ستونزو سره مخامخ شول.

د مېل انلاین خپرونې په لیکنه، په ۲۰۰۱میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا په رهبرۍ د نړیوال ائتلاف تر حملې او د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته د نجونو په تعلیم کې لوی پرمختګ وشو.

په دې وخت کې د ښوونځیو شمېر درې برابره زیات شو او د ښځو د سواد اندازه ۳۰ فیصده زیاته شوه، خو دا پرمختګ تر ډېره د افغانستان پر ښارونو محدود و.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د راتلونکي په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي، دا ډېره مهمه ده چې ټولې نجونې په ځانګړي ډول پېغلې وکړای شي له کوم ځنډ پرته خپلې زده کړې بیا پیل کړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف په خبره د دې هدف لپاره ښځینه ښوونکو ته زیاته اړتیا ده چې وکړای شي د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو تعلیم بیا پیل کړي.

خو د لیکنې په حواله، طالبانو تر اوسه د نجونو او ښځو د تحصیل او کار په اړه کومه مشخصه پالیسي نه ده اعلان کړې.

مېل انلاین خپرونې په بله مقاله کې په ننګرهار او کابل کې پر پرونیو چاودنو تمرکز کړی دی.

ننګرهار د خپرونې په وینا له زیاتې مودې د داعش ډلې د خراسان څانګې د وسله والو د فعالیت عمده مرکز ګڼل کېږي.

په دغو درېیو چاودنو کې چې د طالبانو موټرونه یې په نښه کړي، دوه تنه وژل شوي او شااوخوا ۲۰ تنه ټپیان شول.

پرون د کابل په لویدیځ کې هم د مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه کسان ټپیان شول. چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې هزاره وګړي دي.

د مېل انلاین په لیکنه، له افغانستانه د امریکا په رهبرۍ د ائتلافي ځواکونو له وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا په افغانستان کې خونړۍ حملې بلل شوي دي.

خپرونه زیاتوي، د داعش ډلې خراسان څانګې د کابل هوايي ډګر ته نږدې د تېرې میاشتې د حملې مسوولیت منلی دی.

په هغه حمله کې تر ۱۷۰ زیات ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

مېل انلاین خپرونه لیکي، طالبان په افغانستان کې د حکومتولۍ په برخه کې له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

خو د داعش ډلې له درکه پراته ګواښونه ښايي دوی اړ کړي چې د هغوی په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې زیاتې سرچینې وکاروي.

XS
SM
MD
LG