د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د رفح په عملیاتو کې د وقفې پرېکړه د اسراییل په کابینه کې د اختلاف سبب شوې


اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال
اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

راپورونه وايي چې د رفح په عملیاتو کې د وقفې پرېکړه د اسراییل په کابینه کې د اختلاف سبب شوې ده.

یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه هېواد صدراعظم د غزې په رفح سیمه کې د جنګي عملیاتو د "تاکتیکي وقفې" لپاره د پوځ پر پرېکړه سخته نیوکه وکړه.

دې رسمي سرچینې د یکشنبې په ورځ جون ۱۶مه وویل، کله چې بنیامین نتنیاهو د پوځ له پرېکړې خبر شو چې تاکتیکي وقفه وکړي، خپل پوځي وزیر ته ورغی او په ښکاره یې هغه ته وویل چې دا پرېکړه ورته د منلو نه ده.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په غزې تړانګه کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالو خبرداریو په منځ کې، د پوځ د پرېکړې په اړه د نتانیاهو غبرګون د اسراییل په حاکم نظام کې د اختلاف او کړکېچ ښکارندويي کوي.

د اسراییل پوځ د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د غزې په جنوب کې په رفح ښار کې د محاربوي عملیاتو یو ورځنۍ "تاکتیکي وقفه" د غزې تړانګې ته د ډېرو بشري مرستو د رسیدو اجازه ورکوي.

پوځ اعلان وکړ چې وقفه به هره ورځ د سهار په ۸ بجو پیل او د ماښام تر ۶ بجو دوام وکړي.

د دې "تاکتیکي وقفې" د پای ته رسېدو لپاره نېټه نه ده اعلان شوې.

د پوځ د دې پرېکړې له اعلان سره د ملي امنیت وزیر او د ښي اړخي "یهودي واکمنۍ" غورځنګ مشر ایتامار بن ګویر مخالفت کړی او ویلي یې دي چې هر هغه چا چې په رفح کې د اوربند پرېکړه کړې، "شیطان او احمق" دی.

بین ګویر زیاته کړه چې دا ډول پرېکړه په حکومتي غونډه کې مطرح شوې نه ده او یوازې به د دوی د مرګ ژوبلو د زیاتېدو سبب شي.

دا شخړه د غزې د جګړې پر سر، چې نهه میاشتې یې وځي، د ایتلاف د غړو او پوځ ترمنځ د کړکېچ وروستی مورد دی

د اسراییل د هیوادني اتحاد ګوند پر مشر بني ګانتز سربېره، چې تېره اوونۍ يې د دغه هېواد له جنګي کابينې استعفا وکړه، د دغه منځلاري ګوند دوو نورو وزيرانو ګادي ايسنکوټ او هيلي ټروپر هم له حکومت څخه د استعفا ليک صدراعظم ته لېږلی دی.

دغه راز په جنوب کې د اسراییل د اردو قوماندان هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.

له بلې خوا، د بنیامین نتانیاهو د حکومت ښي اړخو متحدو وزیرانو، چې له ايتلافي کابینې څخه د بني ګانتز او د هغه د متحدانو له وتلو وروسته پیاوړي شوي، یوځل بیا ګواښ کړی چې د اوربند پلان د پلي کېدو په صورت کې به ایتلافي حکومت ړنګ کړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اوربند لپاره له نړیوالو فشارونو سره سره، د غزې د جګړې د پای ته رسولو موافقه لا هم لېرې ښکاري.

رویټرز خبري اژانس وايي، که څه هم نظرپوښتنې ښيي چې د اسراییل اکثریت د حماس د له منځه وړلو لپاره د حکومت د هدف ملاتړ کوي، خو د تېرې میاشتې له نیمایي راهیسې د حماس له‌خوا د شاوخوا ۱۲۰ یرغمل شویو کسانو د راخلاصولو لپاره د کافي اقداماتو د نه کولو له امله د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه روان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG