د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

کابل ته د ترکیش ایرلاینز د الوتنو بیا پيل؛ د خلکو غبرګونونه او غوښتنې څه دي؟


د ترکیش ایرلاینز الوتکه په کابل کې
د ترکیش ایرلاینز الوتکه په کابل کې

ترکیش ایرلاینز، له نږدې درې کلن ځنډ وروسته، نن د مې په ۲۱مه، د یوه مراسمو په ترڅ کې، کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې مراسمو کې، په کابل کې د ترکیې سفیر، جنک اونال او یو شمېر طالب چارواکو ګډون درلود.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې: "د یاد هوايي شرکت الوتنو په پیل سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي."

په کابل کې د ترکیې سفارت او د یاد سفارت سفیر، جنک اونال هم نن د مې په ۲۱مه په خپلو ایکس پاڼو، په کابل هوایي ډګر کې د دغه هېواد د ملي بیرغ لرونکې الوتکې د ناستې له امله خوښي څرګنده کړې ده.

ترکیش ایرلاینز په خپله وېب پاڼه لیکلي چې هره اونۍ به د کابل او استانبول تر منځ څلور الوتنې کوي.

په ورته وخت کې یو شمیر خلک د ترکیش ایرلاینز د پروازونو د بیا پیل په اړه د خوښي څرګندولو تر څنګ د یاد هیواد د ویزې ورکولو په برخه کې هم د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې.

د کابل ښار اوسیدونکې، مسکا چې کورنۍ یې له کلونو راهیسې په ترکیې کې ده او زرمینې ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې د ترکیې پروازونه خلاص شوي ډېره خوشاله یم چې زما کورنۍ کولای شي افغانستان ته راشي او سره یو ځای شو یا دا چې زه ولاړه شم هغوی سره ووینم، خو خدای دې وکړي چې ویزه راکړي."

"خبره شوم چې ترکیش ایرلاینس خپل پروازونه بیا پیل کړي، خوشاله شوم، خو سخته دا ده چې ویزې به ډېرې ګرانې وي بل دا چې ډېر خلک نه شي کولای په اسانه ویزه واخلي."

ترکیه په سختۍ افغانانو ته ویزې ورکوي. د ځینو په باور، له همدې امله افغان پناه غوښتونکي په خطرناکو قاچاقي لارو دغه هېواد ته په تلو مجبوریږي.
ترکیه په سختۍ افغانانو ته ویزې ورکوي. د ځینو په باور، له همدې امله افغان پناه غوښتونکي په خطرناکو قاچاقي لارو دغه هېواد ته په تلو مجبوریږي.

د سیاحتي شرکتونو مسولین هم د ترکیش ایرلاینز د فعالیت د بیا پیل په اړه خوښي او د نړیوالو الوتنو د ډيریدو هیله څرګندوي.

له ډلې نظیف الله نیازی وايي: "هغو مسافرو لپاره چې غواړي، ترکیې، اروپا یا امریکا ته سفر وکړي، د ترانزیت په برخه کې به ورته ډېر سهولت برابر شي. زموږ کار او بار لپاره هم دا ډېر یو مثبت اقدام دی او ډېر ښه کار وشو. خدای دې وکړي چې داسې پروازونه لا ډېر شي."

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو او خلکو د وتلو پر مهال د کابل د نړیوال هوایي ډګر د رادار سیستم په ګډون د دې هوایي ډګر ډېرو تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی و، تر څنګ یې د د دغه هېواد د هوايي حریم د خوندیتوب په اړه ډاډ هم نه و چې له امله یې دې هوایي ډګر ته د ترکیش ایرلاینز په ګډون د نورو نړیوالو شرکتونو الوتنې درېدلې وې.

د متحده عربي اماراتو، هوايي شرکت فلای دبی، لومړنی هوايي شرکت و چې نړیوالې الوتنې یې د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې پیل کړې.

خو د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تازه معلوماتو له مخې چې د مې په ۲۱مه د دوی د حکومت تر کنترول لاندې، د ملي راډيو تلویزیون پر ایکس پاڼه خپاره شوي، اوسمهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه له ۲۰ تر ۳۰ نړیوالې الوتنې کیږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG