د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

خوستوال دغه ولایت ته د پروازونو ډېرېدو غوښتنه لري


له اوږده انتظار وروسته، تېره اوونۍ خوست ته د ملکي الوتکو منظم پروازونه پیل شول.
له اوږده انتظار وروسته، تېره اوونۍ خوست ته د ملکي الوتکو منظم پروازونه پیل شول.

د خوست اوسېدونکي او مسافر د دې ولایت د هوايي ډګر پر فعالیدو او دې ولایت ته د پروازونو پر پیلېدو خوښ دي او واييو اوس کولی شي په اسانۍ تګ او راتګ وکړي.

خو ددوی غوښتنه دا ده چې د هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو کارونه چټک شي او په اوونۍ کې د پروازونو شمېر هم ډېر شي.

له اوږده انتظار وروسته، تېره اوونۍ خوست ته د ملکي الوتکو منظم پروازونه پیل شول.

که څه هم اوس په اوونۍ کې یو پرواز پلان شوی، خو د هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، که سفر کوونکي زیات شول، نو د الوتنو شمېر به ډېر کړي.

د خوست هوايي ډګر له لارې نه یوازې کابل ته د تلونکو مسافرو لپاره اسانتیا برابره شوه، بلکې د خوست د هوايي ډګر د جوړېدو او فعالېدو غوښتنه د هغو زرګونو خوستي مسافرو هم وه چې په عربي او نورو هېوادونو کې کار کوي یا اوسیږي.

له دې مسافرو یو میرزاعلي منګل دی چې د کام ایر الوتکې په اول پرواز کې د سعودي له پلازمېنې جدې څخه خوست ته راغی.

ښاغلی منګل وايي، په الوتکه کې تر خپل ولایته راتګ د خوستي مسافرو ارمان وو.

یو بل مسافر جهانګیر چې په دوبۍ کې اوسېږي وايي، اوس مجبور نه دی دوبۍ ته د تګ لپاره لومړی کابل ته لاړ شي.

د کابل – خوست پر لاره تګ هم د مسافرو او دولتي کارکوونکو او امنیتي منسوبینو لپاره خوندي نه و.

سمیع مایار چې په خوست کې حکومتي دنده لري او کور یې په کابل کې دی، ازادي راډیو ته وویل، اوس به مامورین او د رسمي ادارو کسان له اندېښنې پرته خوست ته تګ او راتګ ولري.

کام ایر یوازینی هوايي شرکت دی چې خوست ولایت ته پروازونه لري.
کام ایر یوازینی هوايي شرکت دی چې خوست ولایت ته پروازونه لري.

د خوست هوايي ډګر فعالېدل مسافرو ته پر اسانتیاوو سربېره، له اقتصادي پلوه هم ګټور دی.

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی وايي، له دغو اسانتیاوو نه یوازې د جنوب ختیځ ولایتونو خلک ګټه پورته کوي، بلکې پاکستاني مسافر هم ترې برخمن کېږي چې خوست ته نږدې کورمې، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان ته له بهره تګ راتګ کوي.

د هغه په خبره، د خوست له هوايي ډګره د وچو او تازه مېوو د صادراتو لپاره هم کار اخیستل کېدای شي.

د خوست هوايي ډګر د جوړولو کارونه یوه نیمه لسیزه وړاندې پیل شول، خو د بېلابېلو ستونزو له امله یې کارونه ټکني شول.

په ولسي جرګه کې د خوست استازی موسی خاورین یې لامل د ولسي جرګې د ځينو وکیلانو او سیاسیونو مداخلې یادوي.

ښاغلي خاورین وویل، کله چې د خوست په هوايي ډګر لګېدلې بودجه او ترسره شوی کار سره پرتله شي، هر چا ته ورباندې افسوس ورځي.

د خوست ولایت د هوايي ډګر د ترمینل چارې یو څه مخته تللې دي.
د خوست ولایت د هوايي ډګر د ترمینل چارې یو څه مخته تللې دي.

په ورته وخت کې د خوست چارواکي وايي، د دغه هوايي ډګر ترمینل د افغانستان تر ټولو ستر ترمینل دی، اوس یې چارې ۳۵ سلنه مخته تللي او په بشپړېدو او د غلام خان بندر ترانزیت کېدو سره به د خوست اقتصادي او سوداګریز ارزښت نور هم ډېر شي.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وویل: "د غلام خان لاره چې کله ترانزیت شوه، نو دلته نور هم د خوست اقتصادي اهمیت زیاتیږی، نو هم د ځمکې او هم د هوا له لارې به موږ هم ترانزیټ کوو، هم تجارت، هم سیاحت او هم سفر."

که څه هم مسوولینو مخکې اندېښنه څرګنده کړې وه چې ممکن په پیل کې د خوست د هوايي ډګر له لارې د مسافرو تګ او راتګ لږ وي او الوتنې له ستونزو سره مخامخې کړي، خو اوس چارواکي وايي، چې پروازونه بریالي دي او ممکن په اوونۍ له یوځلې ډېر شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG