د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د اماراتو د هوایي چلند الوتنې نن کابل ته پیلېږي


د امارات هوايي چلند الوتکې
د امارات هوايي چلند الوتکې

ټاکل شوې ده چې نن د اماراتو د هوایي چلند الوتنې کابل ته شروع شي.

له څه باندې درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته بهرنۍ او د افغانستان دننه الوتنې ځنډول شوې وې.

پرون لومړی بهرنی پرواز د ترکش ایرلاین و چې کابل ته‌یې ۳۵۰ مسافر انتقال کړل.

د داخلي الوتنو په لړ کې تمه ده چې خوست ته پروازونه پيل شي. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل: "موږ وتوانېدو چې راتلونکې اوونۍ د خوست او کابل ترمنځ پروازونه بېرته پيل کړو او ټولې هغه لارښوونې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دي هغه په دې پروازونو کې مراعات کړو."

په لومړي ځل د خوست هوايي ډګر ته د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په ۱۹مه الوتنې پیل شوې چې بیا وروسته د کرونا ویروس د خپرېدو د وېرې له امله وځنډول شوې.

د خوست هوايي ډګر تر اوسه اساسي ترمینل نه‌لري، خو د جوړولو چارې يې روانې دي او ټاکل شوې ده چې د ترمینل له جوړېدو وروسته دې هوایي ډګر ته نړیوالې الوتنې هم پيل شي.

XS
SM
MD
LG