د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

خبرونه

حکومت: د مزار شريف- تاشکند ترمنځ الوتنې به د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره هيله ښيي چې د مزار شريف او د ازبکستان د تاشکند ترمنځ الوتنې پيل شي.

د دې ادارې وياند ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان او ازبکستان د هوايي چلن ادارو استازو ترمنځ د موافقې لاسليک دغو الوتنو ته زمينه برابره کړې ده.

قاسم رحيمي نن ازادۍ راډيو ته وويل:

”د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې وړاندوينه دا ده چې د ازبکستان په ګډون د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوا له لارې د مسافرو تګ راتګ کولاى شي، د افغانستان په اقتصادي وده کې فوق العاده اغېزناک رول ولري.“

د ښاغلي رحيمي په خبره د مزار شريف او تاشکند ترمنځ د الوتنو د پيل لپاره موافقه د روانې اوونۍ په لومړيو کې لاسليک شوې ده.

لا معلومه نه ده چې د مزار شريف او تاشکند ترمنځ به دغه الوتنې کله پيلېږي او په اوونۍ کې به څو الوتنې وي.

دا مهال کام اير هوايي شرکت د کابل او تاشکند ترمنځ په اوونۍ کې دوې الوتنې لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

"مارک روتې" د ناټو د نوي سر منشي په توګه نومول شوی

د ناټو سازمان نوی نومول شوی سرمنشي مارک روتې
د ناټو سازمان نوی نومول شوی سرمنشي مارک روتې

ناټو نن چهارشنبه "مارک روتې" چې د هالنډ له صدر اعظمۍ څخه لرې کېږي، د خپل نوي سر منشي په توګه نومولی دی.

د روتې د ټاکل کېدو پرېکړه په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې وشوه.

اسوشېټېډپرېس لیکلي چې روتې به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د اوسني منشي ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.

سټولټڼبرګ څه باندې یوه لسیزه پر دې پوست پاته شوی دی.

ناټو چې د نړۍ لوی امنیتي سازمان دی په داسې حساس وخت کې نوی سرمنشي ټاکي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده.

ناټو په دغې جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي او غړي هېوادونه یې اوکراین ته پوځي مرستې هم لېږي.

امیري د افغانستان د راتلونکي په تړاو بحثونو کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د دغه هېواد د راتلونکې په اړه بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د سولې، امنیت او تلپاتې افغانستان حل لارې نه شته.

هغې دا خبره پرون سه شنبه د جون ۲۵مه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

مېرمن امیري په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په تاریخ کې د افغان ښځو د ونډې یادونه کړې ده.

د جون ۲۴مه، په ډيپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

رینا امیري دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان مېرمنې د دوحې د راتلونکې غونډې له اصلي بحثونو څخه منع شوې دي.

د دوحې درېیمه غونډه د جون په دیرشمه یا راتلونکې یکشنبه پیلېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی یو پلاوی چې مشري به یې د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوي، د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

آی‌پي‌سي: د غزې ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې

د غزې یوه څنډه تر بمبارۍ او جګړو وروسته
د غزې یوه څنډه تر بمبارۍ او جګړو وروسته

لوږې د څار یوه نړیواله ټولنه وايي، د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې دی.

د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا آی‌پي‌سي د خپلې یوې ارزونې په اساس ویلي تر څو چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه وي او پر بشري مرستو محدودیتونه لګېدلي وي، د دې تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام ګواښ به پرځای پاتې وي.

دې څارونکې ډل په خپله ارزونه کې ویلي، د غزې له ۴۹۵زرو ډېر خلک د خوړو د نه خوندیتوب له ناورین او ډېر جدي وضعیت سره لاس ګریوان دي او دا د دې ټولنې له درې میاشتې مخکې اټکل څخه چې ۱۱ لکه خلک و، ټیټ شمېر دی، خو دا بیاهم د غزې د ټولو وګړو له پنځمې برخې ډېر خلک دي.

کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ ټروټ: افغان لوبډله په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا ته له ماتې وروسته د خوشحالۍ پر مهال
افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا ته له ماتې وروسته د خوشحالۍ پر مهال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی جوناتان ټروټ د شل اووریز نړیوال جام په نیم پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره د افغانستان د لوبې په درشل کې ویلي چې افغان لوبغاړي به په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ټروټ، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان د ملي لوبډلې بیټسمن یا توپوهونکی پاتې شوی فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې افغان ملي لوبډله داسې مهال دې لوبې ته ورروان دی چې د نړیوال جام په نیم پایلوبه کې د ماتې یا بریا سابقه نه لري.

هغه همداراز ویلي چې په نیم پایلوبه کې سیالي د افغان لوبډلې لپاره یوه نوې تجربه ده نو ځکه دا لوبډله کېدای شي ډېره خطرناکه وي ځکه دا لوبډله ډېر څه نه لري چې له لاسه یې ورکړي نو سیاله لوبډله به تر فشار لاندې وي.

په پام کې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې سبا د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو سره مخامخ شي.

افغانستان او جنوبي افریقا د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۶م کلونو په نړیوالو جامونو کې هم سره مخامخ شوي وو، خو دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلې وې.

روسیې د اماراتو په منځګړتوب له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي

ارشیف: یو تبادله شوی زنداني
ارشیف: یو تبادله شوی زنداني

روسیې پرون اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب یې له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د خبرواترو په نتیجه کې نوي تنه روسي سرتېري چې اسیران شوي وو، هېواد ته ستانه شوي او په بدل کې یې نوي اوکرایني سرتېري مقابل لوري ته سپارل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبره تایید کړې ده.

د زیلینسکي د دفتر رییس اندرې ییرماک وايي چې په هغو اوکرایني اسیرانو کې چې روسیې ورسپارلي، هغه سرتېري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په ماریوپول ښار کې د آزوف سټال فابریکې دفاع کوله او یو شمېر نور چې روسي پوځیانو د چیرنوبیل پر اټومي بټۍ د ولکې له ټینګولو وروسته اسیران کړي وو، شامل دي.

کینیا کې په پارلمان برید؛ ولسمشر یې دا برید ملي امنیت ته ګواښ وباله

د کینیا په پارلمان د معترضو د برید یو انځور
د کینیا په پارلمان د معترضو د برید یو انځور

د کینیا ولسمشر د دغه هېواد پر پارلمان برید د هېواد ملي امنیت ته ګواښ بللی او ژمنه یې کړې چې دا کار به تکرار نه شي.

د اسوشېټېډ پرېس په وینا ، ویلییم روټو څو ساعته وروسته له هغه وینا وکړه چې لاریون کوونکو د پارلمان ودانۍ ته اور ورته کړ.

لاریون کوونکو د یکشنبې په ورځ د کینیا د پارلمان پر ودانۍ حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.

هغوی د مالیاتو د زیاتولو د قانون په ضد احتجاج وکړ.

د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، خو دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

په کینیا کې د پارلمان د ودانۍ په شاوخوا کې د جګړې له امله انټرنېټي شبکې ګډوډې شوې دي.

د هند صدراعظم مسکو ته سفر کوي

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

کرملین د جون په ۲۵مه علان وکړ چې روسیې ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي سفر ته تیاری نیسي.

دا به په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې مسکو ته د ښاغلي مودي لومړی سفر وي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، روسیې ته د مودي د سفر کره نېټه به وروسته اعلان شي.

خو هندي رسنیو ویلي چې صدراعظم مودي به د جولای په لومړۍ اوونۍ کې روسیې ته سفر وکړي.

د هند صدراعظم او د روسیې ولسمشر هم د دې میاشتې په پیل کې ټیلیفوني خبرې وکړې.

روسیې ته د مودي وروستی سفر په ۲۰۱۹م کال کې و.

سبا سهار د افغانستان او جنوبي افریقا ټیمونه سیالي لري

د افغانستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغانستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې سبا سهار وختي د افغانستان او جنوبي افریقا ټیمونه سره مخ کېږي.

دا لوبه د ویسټ اینډیز/ترینداد په تروبا سټډيوم کې د کابل په وخت د سهار په پنځو پیلېږي.

بله نیمه پایلوبه د هند او انګلستان تر منځ سبا ماښام ترسره کېږي.

د نیمه پایلوبې ټیمونو ته که ماته خوري د کرکټ نړیوالې شورا له خوا ۷۸۷زره امریکايي ډالره ورکول کېږي او فاینل ته په وتلو یو میلیون او ۲۸۰زره ډالره خپلوي، خو که فاینل او جام وګټي دوه میلیون او ۴۵۰ زره ډالره جایزه به خپلوي.

په دې سربېره د ګروپي او اتو غوره پړاو هر بري ته د کرکټ نړیوالې شورا څه باندې ۳۱زره ډالره جایزه ورکړې.

طالبانو په پروان کې درې کسان په درو وهلي او په درې کاله بند یې محکوم کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د سه شنبې په ورځ یې په پروان ولایت کې درې کسان په ۳۹-۳۹ درو وهلي او په درې کاله بند یې محکوم کړي.

محکمې ادعا کړې چې په پروان کې یوې ښځې ته له کوره د تېښتې او دوو نورو کسانو ته د غلا په تور دا سزاوې ورکړل شوي.

د طالبانو سترې محکمې همداراز په یوه بله اعلامیه کې تایید کړې چې د هرات په اوبې ولسوالۍ کې هم د دوشنبې په ورځ یوه ښځه د دې محکمې د ادعا له مخې د زنا په تور په ۳۹ دُرو ووهل شوه.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو ښځو په شمول لسګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي او سزاوې یې ورکړي دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د طالبانو قضايي دستګاه تورنوي چې تورن کسان عدالت ته له لاسرسي پرته په صحرايي محکمو کې په سزا رسوي او په دې برخه کې چاته ځوابګویه نه دي.

کرزی د شاوخوا ۴۰ ورځو بهرنیو سفرونو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی تر شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته له بهرنیو سفرونو بېرته کابل ته ستون شوی دی.

د کرزي یوه مشاور او نږدې همکار شهزاده مسعود ازادي راډیو ته تایید کړه چې کرزی سه شنبه ناوخته له امریکا متحده ایالتونو کابل ته ورسېد.

کرزی د ثوریا غويي په وروستیو کې د سترګو د عملیات لپاره جرمني ته تللی و او تر هغه وروسته یې د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا متحده ایالتونو ته هم سفر وکړ.

هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسېږي.

دی د طالبانو د حکومت له‌خوا څو ځله له بهرنیو سفرونو راګرځول شوی او شاوخوا یو کال یې بهر ته د تلو اجازه نه درلوده.

کرزي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو وار مخکې هم د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ یا قوس میاشت کې جرمني او ترکیې ته سفرونه کړي او له یو شمېر سیاستوالو سره یې لیدلي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG