د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د ملکي هوايي چلند اداره: له ایران او پاکستان پرته هېڅ هېواد کابل ته الوتنې نه‌ کوي

د پاکستان هوایي شرکت الوتکه د مسافرو د انتقال پر مهال
د پاکستان هوایي شرکت الوتکه د مسافرو د انتقال پر مهال

کابل ته د طالبانو په راتګ دا دی نږدې یوه نیمه میاشت واوښته، خو لا هم دغلته د هوایي ډګر چارې عادي حالت ته نه‌دي راغلي.

چارواکي وایي، هوایي ډګر د ورځې له‌خوا ۱۲ ساعته کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو دی، خو له ایران او پاکستان پرته نورو هېوادونو لا دملکي الوتنو پيل ته چمتووالی نه‌ دی اعلان کړی.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له ګڼو هېوادونو یې د رسمي مکتوب له لارې دا غوښتنه کړې، خو په خبره‌ یې یوازې ایران او پاکستان تراوسه ورسره منلې ده، نورو هېوادونو لا ځواب نه‌دی ورکړی.

د دغې ادارې د الوتنو د خوندیتوب د ستندرد مشر غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو پروازونو د نه‌پېلېدو لامل تخنیکي نه ‌دی.

ښاغلی وفا زیاتوي: "موږ هیله څرګنده کړې چې د ورځې له‌خوا میدان اماده دی، هم د کابل او هم د مزار هوایي ډګر. د مصونیت له اړخه زه فکر نه‌کوم چې کومه ستونزه وي، که مشکل وی، دغو نورو دوو هېوادونو به هم دا کار نه‌ و کړی. دې نه زیات زه څه نشم ویلی چې د دې تر شا څه دلایل موجود دي، موږ هېوادونو ته ویلي چې که هره اندېښنه لري موږ سره دې مطرح کړي چې واضح ځواب ورکړو."

چارواکي وایي، هوایي ډګر د ورځې له‌خوا ۱۲ ساعته کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو دی، خو له ایران او پاکستان پرته نورو هېوادونو لا دملکي الوتنو پيل ته چمتووالی نه‌ دی اعلان کړی.
چارواکي وایي، هوایي ډګر د ورځې له‌خوا ۱۲ ساعته کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو دی، خو له ایران او پاکستان پرته نورو هېوادونو لا دملکي الوتنو پيل ته چمتووالی نه‌ دی اعلان کړی.

معلومه نه‌ده چې نړیوال شرکتونه ولې تر اوسه د افغانستان پروازونو ته زړه نه ښه کوي او دا څرک هم نه‌لګېږي چې دا موضوع د طالبانو له رسمیت پېژندلو سره تړاو لري او که نه.

پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له نړیوالو شرکتونو وغوښتل چې افغانستان ته الوتنې بیا پیل کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا خبرپاڼه پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې چې په‌ کې راغلي، دوی له خپله اړخه دغو شرکتونو ته د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د تېر حکومت پر مهال د کابل، مزار شریف او کندهار له هوایي ډګرونو ګاونډیو هېوادونو او دغه‌راز دوبۍ، هند او ترکیې ته الوتنې کېدې.

د دغو الوتنو د بیا پیل کره څرک لا نه‌لګېږي، خو له افغانستانه بهر یو شمېر بند پاته شوي مسافر وایي، د هوایي لارې بندوالي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په سعودي کې ناصر ستومان ازادي راډیو ته وویل: "تر نن تاریخه پورې زه په سعودي عربستان کې بند پاته یم، په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې مېشت مسافر له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. له چارواکو هیله کوم چې پرازونه خلاص کړي."

په هند کې نثار احمد وایي:"له ۱،۲۰۰ زیات خلک دلته ډېلي کې بند پاته دي، خلکو سره جنازې دي په یخچالونو کې یې ایښي دي، پیسې ورسره نه‌شته، له ځینو سره د اتاق کرایه نشته، هغه ورځ موږ چنده ورته ټوله کړه."

تېره اونۍ له څه باندې میاشتني ځنډ وروسته پاکستان ته د کام ایر او ایران ته د ماهان شرکت الوتنې پیل شوې.

د خلکو شکایت دا دی چې د ټکټونو بیه له پخواني حالته څه باندې ۱۰ برابره زیاته ده.

د هوایي چلند اداره وایي، دوی د لوړې بیې ستونزه درک کړې او له شرکتونو سره په تماس کې دي چې بیې راښکته کړي.

هوایي شرکتونو بیا ویلي، دوی کابل ته د تګ لپاره د بیمې کمپنیو ته ډېرې پیسې ورکوي، نو ځکه‌یې بیې لوړې کړي، خو د هوایي چلند چارواکي وایي، د شرکتونو دا دلایل ورته تر ډېره د قناعت وړ نه‌ دي.

XS
SM
MD
LG