د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

د طالبانو مشر د دین او قوانینو په چوکاټ کې له نړۍ سره د ستونزو حل ته چمتووالی وښود


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو حکومت مشر په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال ویلي، دوی له نړۍ سره د ستونزو حل ته چمتو دي، خو له دین او خپلو قوانینو نه تېرېږي.

د طالبانو د حکومت مشرانو په کابل و کندهار کې د اختر د لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې تر ډېره د خپل اوسني رژیم په پایښت ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د کندهار په عیدګاه کې لمونځ کوونکو ته په وینا کې د اسلام په چوکاټ کې له ټولو لوریو سره د خپلو ستونزو د حل خبره کړې.

هغه ته په منسوبه وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپره کړې ویل شوي، که څوک له دوی سره ستونزه لري، هغه حلوي، خو له دین او خپلو قوانینو نه تېرېږي.

اخندزاده زیاته کړه: "بلکل، موږ ته دې‌ته حاضر یوو چې د اسلام په دایره کې دننه چې څنګه معامله چې رسول‌الله‌ص کړې ده، صحابه‌ کرامو کړې ده، معاهدې شوې دي، معاملات شوې دي، موږ خو یو کامل دین لرو، هره ستونزه زموږ په دین کې حل ده، دا کامل دی، هر څوک چې موږ مشکل لري، ورسره یې حلوو که نه؛ خو داسې نه‌شوو کولای چې له خپلو اصولو او اسلام ورته تېرېږو."

نړیواله ټولنه د طالبانو اوسنی رژیم د بشري حقونو په پراخه نقض تورنوي او دا هم وايي چې له ترهګرۍ سره یې اړینه مبارزه نه‌ده کړې، بشري حقونه یې نقض کړي او د یوه ټول‌شموله حکومت او قوانینو په جوړېدو کې پاتې راغلی.

خو د طالبانو مشر په خپله اختریزه وینا کې د بشري حقونو نقض او ترڅنګ یې د قوانینو نه‌لرل هم رد کړي دي.

ملا هبت‌الله اخندزاده د دوه له قوله، د "حدودو" په عملي کېدو بیا هم ټینګار کړی او ادعا یې کړې چې یو شمېر قوانین یې جوړ کړي او د حدیثو او حنفي فقهې په رڼا کې د نورو په جوړولو کار روان دی.

د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې د خپل نظام له غړو غوښتي چې خپل‌ منځي یووالي ټینګ کړي.

خو د هغه له څرګندونو سره سره، په کابل کې په دوو بېلو بېلو ماڼیو کې طالب مشرانو د اختر لمونځونه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې او د اقتصادي مرستیال په مشرۍ ځینو نورو چارواکو یې بیا په ارګ کې د اختر لمونځ کړی دی.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

په ارګ کې د لمانځه پر مهال د طالبانو حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند خپل پیغام کې چې د دفتر رییس یې لوستی، له پانګه‌والو په افغانستان کې د پانګه‌ونې او له خلکو د دوی د اوسني نظام د ملاتړ غوښتنه کړې.

هغه ویلي: "په هېواد کې دننه او بهر مې له ټولو هېوادوالو غوښتنه دا ده چې راځئ اوسنی حالت فرصت وګڼوو، په هېواد کې راغلی ثبات، سرتاسري امنیت، اخوت، ملي وحدت او د هېواد د ابادۍ لپاره اماده شوی حالت په هر اړخیزو هڅو سره حمایه کړو. هیچا ته اجازه ور نه کړو چې یو ځل بیا د جنګ او فتنې اور بل کړي. د بهر مېشتو هېوادوالو او پانګه‌والو لپاره دا یو ښه فرصت دی چې راشي او په خپل هېواد کې پانګه‌ونه وکړي."

د راپورونو پر بنسټ، د کندهار په عیدګاه کې د لمانځه پر مهال د ټیلفوني شبکو خدمات قطع شوي و او ترڅنګ یې؛ په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې هم محدودو او تر ډېره د طالبانو د حکومت چارواکو او پلویانو د اختر په لمانځه کې برخه درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG