د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د سنټکام مخکنی مشر: له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته داعش خراسان ډله پیاوړې شوې ده


جنرال فرانک مکنزي - ارشیف
جنرال فرانک مکنزي - ارشیف

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مخکنی قوماندان جنرال فرانک مکنزي خبرداری ورکوي چې داعش ډله پر متحده‌ایالاتو او نورو بهرنیو قدرتونو حملو ته سخته لېواله ده.

ښاغلي مکنزي چې پرون یې له ABC" " نیوز سره مرکه کوله، داعش یو لوی ګواښ وباله چې له قوله یې؛ له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته لا پیاوړې شوې ده.

"هماغه وخت چې موږ افغانستان پرېښود، دا پیاوړتیا پیل شوه او پر داعش خراسان ډلې فشار له‌منځه ولاړ. له همدې امله زه فکر کوم چې موږ باید د متحده ایالاتو او زموږ د شریکانو او په بهر کې د نورو هېوادونو پر ضد دې ډول نورو هڅو ته په تمه و اوسوو. دا د مخنیوي وړ نه‌ده."

دا لوړ پوړی امریکايي متقاعد جنرال داسې مهال چې له افغانستانه د متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د سنټکام مشر و، اوس ټینګار کوي چې باید له داعش خراسان ډلې سره د مبارزې لپاره ۴ تر ۵ زرو امریکايي عسکر په دې هېواد کې پاتې وای.

هغه ABC" " نیوز سره مرکه ټینګار وکړ، که امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وای، نن به وضعیت بل ډول وای.

جنرال مکنزي د امریکا متحده‌ایالاتو د جمهور رییس جوبایډن هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي په افغانستان له لېرې څار لري وویل: "دوی اوس د دې لپاره چې په افغانستان کې کوم څار ولري، هیڅ وړتیا نه‌لري. "

ذبیح‌الله مجاهد : داعش خراسان ډله په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې.
ذبیح‌الله مجاهد : داعش خراسان ډله په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې.

جنرال مکنزي داسې مهال په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د پیاوړتیا او د امریکا په ګډون په بهرنیو قوتونو د دې ډلې د برید په اړه خبرداری ورکوي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دوه ورځې وړاندې رسنیو ته وویل، داعش خراسان ډله په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې ده.

خو د ښاغلي مجاهد د خبرو بر عکس، په وروستیو کې بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د پیاوړتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

د مارچ په ۲۸مه د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې ادعا کوې وه، نه یوازې دا چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې وړتیا زیاته شوې؛ بلکې کولای شي چې په نړیوالو اهدافو حملې هم وکړي.

د دې انسټیټیوټ په راپور کې زیاته شوې وه، په کندهار او مسکو کې د داعش بریدونو د دې ډلې قدرت او وړتیا وښوده او د طالبانو هغه ادعا یې "بې‌‌بنسټه" ثابته کړه چې وايي؛ داعش خراسان ډله یې له‌منځه وړې.

د مارچ په ۳۰ مه د بحران نړیوالې ډلې څېړونکو هم ورته ادعا کړې وه او ویلي وه، داعش خراسان ډله له افغانستانه د باندې د لویو بریدونو وړتیا لري.

د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ: په کندهار او مسکو کې د داعش بریدونو د دې ډلې قدرت او وړتیا وښوده .
د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ: په کندهار او مسکو کې د داعش بریدونو د دې ډلې قدرت او وړتیا وښوده .

دې کارپوهانو په مسکو کې د مارچ په ۲۲مه حملې ته په اشاره زیاته کړې، که څه هم د دې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې نه‌، بلکې د داعش لویې رهبرۍ منلې، خو د بحران ډلې د څېړونکو له قوله؛ سرچینې وايي چې د امریکا متحده‌ایالات د داعش خراسان څانګې ته د یوې داسې ډلې په سترګه ګوري چې ممکن دې حمله کې ښکېله وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG