د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

امریکا د افغان ښځو په کار بندیز د بشري مرستو پر وړاندې جدي ګواښ بولي


د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

په افغانستان کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز له پرېکړې یو کال وروسته، د دې بندیز د پای ته رسولو غوښتنه شوې.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو حکومت له‌خوا په غیر دولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو د کار بندیز دوام، د بشري مرستو رسولو پر وړاندې جدي ګواښ بولي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

د دې ترڅنګ د طالبانو رژیم له څو محدودو ادارو پرته په ټولو دولتي بنسټونو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

خو رینا امیري تېره شپه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، په هغو ادارو کې چې ښځو ته د کار اجازه هم ورکړل شوې، د دې بندیز له امله را پیدا شوي ګواښ او وېرې هغوی اغېزمنې کړي دي.

هغې ټینګار کړی چې اړتیا ده "بندیزونه لغوه کړئ" شعار د افغانانو ترمنځ پیاوړی شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بينېټ هم پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

بينېټ هم تېره شپه په خپله ایکسپاڼه په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز د ښځو له اساسي حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ريچارډ بينېټ
ريچارډ بينېټ

هغه زیاته کړې: "د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د دوی ونډه د ټولنې هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده."

د ریچارډ بينېټ له قوله، د طالبانو دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د افغانانو لپاره به اړین خدمتونه په جدي توګه اغېزمن کړي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغان نجونو او ښځو په کار بندیز د دوی په ژوند لا له وړاندې بدې اغېزې پرېښې دي.

مریم چې د طالبانو د همدې پرېکړې له امله پوره یو کال وشو چې بې دندې ده ازادي راډیو ته وویل، د ژوند نورې اړتیاوې خو پرېږده، دوی څه نه‌لري چې د درملنې لپاره ډاکټر ته ولاړه شي.

هغې زياته کړه: "ژمی دی، یوازې د خسو خبره نه‌ده، وریجي دي، غوړي او ډېر نور شیان دي چې هر څوک ورته اړتیا لري. متاسفانه ډېرو بدو شرایطو کې یوو؛ هیڅوک امکانات نه‌لري؛ حتا داسې خلک شته چې د خپل کور توکي پلوري او ځي یو عادي شی اخلي. یوازې زما نه، بلکې د ټولو اقتصادي مشکلات ډېر زیات دي."

د طالبانو حکومت له‌خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز له امله په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه ادارو هم خپل کارونه وځنډول او ځینو یې فعالیت بند کړ.

د دې ترڅنګ د تېرې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل، پر ښځو لګیدلو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو په مشارکت باندې هم منفي اغېز کړې دی.

ملګرو ملتونو لا له وړاندې د طالبانو د حکومت دا محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ سیستماټیک تبعیض ګڼلی او ژر تر ژره یې د تبعیض لرونکو ټولو پالیسو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت بیا دا پرېکړه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG