د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په ویرجینیا ایالت کې یوه قاضي ته خبرداری ورکړی چې د یوه امریکايي سرتېري لهخوا د یوه افغان ماشومې د فرزندي اخیستلو پرېکړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه او انسان تښتونه ده او باید لغوه شي.
دغه وزارت ویلي چې دغه حکم انسان تښتونه ګڼل کېږي او باید لغوه شي.
اسوشېټېډپرېس په دې وروستیو کې په دې قضیه کې ترلاسه شویو اسنادو ته په اشارې سره په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې که دا ٤ کلنه ماشومه په امریکا کې خپل افغان خپلوانو ته ونه سپارل شي د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې لپاره به د متحده ایالاتو هڅې له خطر سره مخامخ کړي.
دغه شان ویل شوي چې دغه عمل نړیوال امنیتي تړونونه هم له ګواښ سره مخ کولی شي او د اسلامي سخت دریځو لهخوا د تبلیغاتو په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي.
دا افغان ماشومه په ۲۰۱۹ کال کې چې دوه میاشتنو وه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ټپي شوه او پلار او مور او پنځه خویندې، ورونه یې ووژل شول.
هغه د امریکا په یوه پوځي روغتون کې له څو میاشتو درملنې وروسته خپل نوي واده شوي تره زوی ته تسلیم شوه.
جاشوا مست، چې هغه مهال په افغانستان کې و، ماشومه یې د امریکا په یوه پوځي روغتون کې ولیده او هوډ یې وکړ چې هغه خپل کور ته بوځي.
د محکمې د اسنادو له مخې د امریکا د سمندري ځواکونو سرتېري 'جاشوا مست' او مېرمنې یې سټیفني دغه ماشومه په رسمي ډول د ویرجینیا ایالت په یوې محکمې کې د دې افغان جوړې له خبرولو پرته په داسې حال کې په فرزندي اخیستی وه چې دغه ماشومه په افغانستان کې وه.
د افغانستان د پخواني قانون له مخې، یواځې د افغان الاصله امریکايي مسلمانانو کورنۍ کولای شي ماشومان په فرزندي واخلي.
د امریکا غږ د راپور له مخې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په څو ورځو کې د دغې امریکايي کورنۍ لهخوا د دغه ماشومې د فرزندي اخیستو لپاره د معافیت سند لاسلیک کړ، خو دغه سند هیڅکله ونه لېږل شو.
په هغو کلونو کې چې ماشومه په افغانستان کې وه، جاشوا څو ځله له کورنۍ سره یې اړیکه ونیوله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ماشومې ته اجازه ورکړي څو د درملنې لپاره امریکا ته راشي، خو دغې جوړې د هغه له لېږلو ډډه وکړه.
بیا د 'جاشوا مست' په مرسته د دغه ماشومه د تره د زوی کورنۍ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال امریکا ته ولاړه.
دغه افغان جوړه ادعا کوي چې جوشوا او مېرمن یې امریکا ته له رسېدو پنځه ورځې وروسته له دوی څخه ماشومه وتښتوله، خو جوشوا وایي چې ده او مېرمن یې د ماشومې قانوني مور او پلار دي او د هغه د ژغورلو لپاره یې خپلو عیسوي عقایدو سره سم عمل کړی دی.
د مست وکیلانو، د محکمې په تېرو اسنادو کې لیکلي چې هغه او مېرمن یې په ښه نیت دا کار کړی او دوی د ماشومې د ساتنې لپاره او هغې ته د ښکلي کور په جوړولو کې ډېر شخصي لګښت او قربانۍ ورکړې.
د اسوشېټېډ پرېس په راپور کې دا هم راغلي چې دوی په ٢٠١٩ کال کې د سیمه ییزې محکمې قاضي قانع کړی و چې ماشومه په افغانستان کې ده او تابعيت نه لري.
د امریکا د عدلیې وزارت لیکلي چې ماشومه هیڅکله بې تابعیته نه وه او محکمې د متحده ایالاتو د سمندري سرتېري قصدي غلط بیان باندې تکیه وکړه او متحده ایالاتو ته د راوړل شوې ماشومې د ساتنې مقررات یې له پامه غورځولي.
د عدلیې وزارت وکیلانو لیکلي، هغه سخت زیان چې د مست کورنۍ، ماشومې، دهغه کورنۍ او متحده ایالاتو ته اړولی دی، دوام لري او دا لا د اندېښنې وړ خبره ده چې ماشومه تر نن ورځې پورې د مست له کورنۍ سره پاتې ده.