سټار اینډ سټرایپس ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده:
د افغان کډوالو کورنۍ د خپلې دولس کلنې لور ویر کوي، چې د اوریګن په یوه حوض کې یې ساه ورکړه.
ورځپاڼه لیکي، د افغانانو یوه جوړه چې کله دوه کاله مخکې له خپلو پنځو ماشومانو سره له افغانستانه وتښتیده او د امریکا په اوریګن ایالت کې یې خپل نوی کور ودان کړ، د امنیت او هیلو په تمه وه.
ورځپاڼه څرګندوي، چې د دې جوړې هیلې د جمعې په شپه هغه وخت مړاوې شوې چې د دوی دولس کلنه لور منیژه عظیمي د پورتلند سیمې په یوه سرخلاصي حوض کې مړه شوه.
ورځپاڼه د منیژې د کورنۍ په وینا لیکي، چې منیژه د دوی د ژوند رڼا وه چې په تعلیمي ډګر کې د لاسته راړونو له امله مشهوره وه.
د مطلب په دوام راغلې دي چې منیژې هیله لرله چې ډاکټره شي.
ستارز اینډ سټرایپس لیکي، د عظیمي کورنۍ له هغو سلګونو زرو له ډلې څخه ده، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغو ډیرو افغانانو د کډوالۍ درخواستونه نه دې منل شوي او له دې امله دوی خپلې راتلونکې ته اندیښمن دي.
واشنګتن ایګزماینر د امریکا د تفتیش د عمومي دفتر د راپور له مخې څرګندوي، چې د سلګونو زرو افغان کډوالو د ځانګړیو ویزو د بهیر د چارو د چټکۍ په برخه کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت هڅې کافي نه دي.
ورځپاڼه لیکي چې دغه وزارت په پیل کې له ډيرو منابعو استفاده وکړه چې د دوه زره یو ویشتم کال په پيل کې دا بهیر ساده کړي، خو د تفتیش د عمومي دفتر د راپور په استناد پر کابل د طالبانو د واکمنۍ له امله د ویزو تقاضا خورا زیاته ده.
هغه افغانان چې له امریکایي پوځیانو یا قراردادیانو سره کار کړی دی د امریکا د ځانګړیو ویزو د ترلاسه کولو حق لري.
د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، ګلوب اینډ میل د یوه کاناډایي په اړه مطلب خپور کړی دی چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او د کاناډا د فدرال دولت پرضد یې دعوه کړې ده.
دا ورځپاڼه لیکي، د کاناډا یو پخوانی سلاکار چې د ژبې او کلتور په برخه کې یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت کړی دی د جولای په وروستیو کې خپل شکایت ثبت کړ.
دی مدعي شو چې د کاناډا حکومت په افغانستان کې د ده کورنۍ ته د پناه اخیستو اجازه نه ده ورکړې.
ګلوب اینډ میل لیکي، چې د مې په میاشت کې هم دوو نورو سلاکارانو چې د کاناډا له پوځ سره یې کار کاوه، خپل شکایتونه درج کړي وو او د کاناډا حکومت یې تورن کړی و چې ټینګار کوي چې د دوی کورنۍ په هغو شرایطو برابرې نه دي چې په کاناډا کې پناه واخلي.
د دې مطلب په دوام لولو، چې دا درې سره سلاکاران، د کاناډا حکومت تورنوي چې اوکراینیانو ته امتیازات ورکوي او افغانانو ته چې له طالبانو د تیښتې هیله لري، پاملرنه نه کوي.