د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

له شفري نسخو د یو شمېر افغانانو شکایت؛ ډاکتران ولې شفري نسخې ليکي؟


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ډاکترانو له‌خوا ناروغانو ته د شفري نسخو ليکلو، دوی ته سرخوږی پيدا کړی دی.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي علي محمد د ډاکترانو له‌خوا د شفري نسخو له ليکلو شکايت کوي.

نوموړی وايي، څو څو ځلې له دا ډول نسخو سره مخ شوی دی، خو په خبره یې بېرته اړ شوی چې د هماغه ډاکټر له درملتون درمل واخلي چې د ده ناروغ ته يې نسخه ليکلې وه.

هغه د خپلو سترګو ليدلی حال ازادي راډيو سره داسې شريکوي: "د دې ستونزې تقريباً دوه، درې ځلې زه شاهد پاتې شوی يمه، په ميوند ولسوالۍ کې ډاکتر ته ورغلی يم، بيا هغه ډاکتر سره به چې کومه دوا نه وه، ما به نسخه يوړه بل ځای، هلته به يې ويل چې دا موږ نه‌شو ويلی، يا مثلاً په دوا کې به يو جنس کم و، ده به راته ويل چې سبا يې زه راوړم، زه چې به ولاړم بلې دواخانې ته، هلته به يې راته وويل چې دا موږ نه‌شو ويلی، دا شفري نسخې دي، يو خاص فارمسست، خاصې دواخانې ته ليکل شوي دي."

افغانستان کې ډاکټران تر ډېره شفري نسخې ليکي.
افغانستان کې ډاکټران تر ډېره شفري نسخې ليکي.

د کندز ولايت اوسېدونکی يعقوب وايي، کور يې په يوه ليرې پرته سيمه کې دی، خو څو ورځې وړاندې چې يې خپل ناروغ ښار ته د درملنې لپاره راوړ، د ډاکتر له‌خوا ليکل شوې نسخه باندې يې بل ځای کې درمل نه‌شو موندلی.

هغه وویل: ما د نن نه دوه ورځې درې ورځې مخکې مريض درلودو، هغه مې راويستلو ښار ته، هلته چې مې کله تداوي وکړه او نسخه مې واخيستله، دوايي مې ځان سره واخيستله، بېرته لاړم خپل د اوسېدلو ځای ته، نو يوه ورځ دوه ورځې چې تېرېږي، زه د ځينو درملو له کمښت سره مخ کېږم، يوه نه، شپږ دواخانو، درملتون باندې زه ګرځم، نسخه ورته ور وړم، چې ماته دغه دوا په کار ده چې هر فارمسست د دواخانې والا همدغه نسخه ګوري، نو ماته په ځواب کې وايي چې وروره دغه نسخه شفري ده، تا چې له کوم درملتون نه، کوم ډاکتر نه دوا اخيستي وي، هماغې درملتون ته لاړ شه، هماغې نه بېرته دا دوا واخله."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت تېر کال د ميزان یا تلې مياشتې په لسمه نېټه په ټول هېواد کې له ډاکترانو وغوښتل چې د شفري نسخو ليکل غيرقانوني دي، خو دا چې د اته مياشتو په تېرېدو سره ياد وزارت په دې اړه ولې اقدام نه دی کړی؟

د ازادي راډیو خبریال د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو هغه مهال نوموړي ازادي راډيو ته ويلي وو، د شفري نسخو ليکل يو دود ګرځېدلی او دوی يې مخنيوی کوي.

تېره اوونۍ بیا د عامې روغتيا وزارت مسوولانو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې د شفري نسخو لیکل غير اصولي کار دی او ياد وزارت يې د مخنيوي لپاره په جديت سره کار کوي.

ارشيف
ارشيف

پوښتنه دا ده چې ډاکتران ولې شفري نسخې ليکي؟

ډاکتر امين‌الله صافی چې هلمند ولايت کې کتن‌ځای لري او د ورځې لسګونه ناروغان ګوري، په دې اړه يې ازادي راډيو ته وويل: "زما په نظر دا خو شفري نسخې ليکل د ډاکتر له طرفه دوه اړخه لري. يو خو دا که چېرته ډاکتر شفري نسخه وليکې او دا مريض بل چېرته لاړ شي، نسخه بل ميډيکل ته يوسي، هغوی نه‌شي کولی نسخه اجرا کړي، مريض بېرته مجبوراً راځي د دوی د درملتون نه دوا اخلي. دويم دا دی چې ګټه د دوی په اختيار کې ده، هرڅومره ګټه چې دوی ترينه اخلي، هغه ترينه اخيستلی شي، ځکه د دوی نسخې بل څوک نه‌شي ويلی."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت له‌خوا ډاکترانو ته د شفري نسخو نه لیکو د سپارښتنې تر څنګ دا هم ويل شوي وو چې بايد په نسخه کې د ناروغ بشپړه پېژندنه، د ناروغ عمده اعراض او علايم، توصيه شوي معاينات او نتيجه، د ناروغ تشخيص يا هم احتمالي تشخيص په بشپړ ډول وليکل شي.

خلک داسې مهال د ډاکټرانو له شفري نسخو شکايت کوي چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې افغانستان کې ۷۰سلنه وګړي د بې‌‌وزلۍ او بې‌کارۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې ان دوی نه‌شي کولی د خپل ژوند لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG