د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د ننګرهار ډاکتران او روغتیاپالان: له امنیتي ستونزو او باج غوښتنو ځورېږو


ننګرهار یو شمېر دواخانې
ننګرهار یو شمېر دواخانې

په ننګرهار کې مېشت ډاکتران او روغتیاپالان په دغه ولایت کې له امنیتي ستونزو ځورېږي.

تېر کال په همدې ورځو کې په جلال اباد کې ناڅرګندو باجګیرو د اورتوپیدي څانګې متخصص نوروز شینواری وواژه.

د ډاکتر نوروز شینواري کورنۍ وایي، ۶ میاشتې هره ورځ ورته ټیلیفونونه کېدل او ترې په یو او بل نوم د پیسو او باج غوښتنه کېده.

د نوروز شینواري ورور زمرک شینواري ازادي راډيو ته وویل چې هره ورځ له یوې شمېرې زنګونه راتلل، او امنیتي مسئولینو ته یې راپور ورکول کېده، خو هېڅ ګټه یې نه لرله.

د زمرک په خبره، نوروز مقاومت کاوه چې بالاخره په ماین والوځول شو او له منځه ولاړ.

هغه زیاته کړه: "ډاکتر نوروز به ویل، کله چې له کوره وځم، نو یو شکل خلک وینم چې کله مې نه وي لیدلي، نو هغه هم درک کړې وه چې داسې اجنبي شانتې خلک به ډېر ورسره مخ کېدل، د زنګونو لړۍ ۶میاشتې دوام وکړ، وروسته له شپږو میاشتو بیا شپږ اووه میاشتې هېڅ خبره نه وه، بس دوهمه کړنه یې دا وه چې ماین یې ورته کېښود او وایې لوځاوه."

دا په ننګرهار کې یوازې ډاکتر نوروز نه دی چې نا امنۍ او باج غوښتنې قرباني شو، بلکې په دې ولایت ډېر نور ډاکتران نا امنیو او باج غوښتنو ځورولي او وېرولي دي.

په ختیځ زون کې د روغتیاپالانو د ټولنې مشر ایمل ذکي ازادي راډيو ته وویل، په جلال اباد کې ډاکتران او ددوی کورنۍ خوندي نه دي او هره شېبه له تښتونې، وژنې او نورو ګواښونو سره مخ دي.

هغه وویل: "ډاکتران له درې څلورو کلونو راهیسې له دې غمیزې سره مخ دي، ټیلیفونونه ورته کېږي، باج ترې همدا اوس هم اخیستل کېږي، اوس هم له مشکلاتو سره مخ دي، مونږ نور زړه توري شوي یوو، هر چېرته تلي یوو، وزارت ته، جمهور رئیس ته، هرې دروازې ته چې مونږ ته یې د خونديتوب احساس راکاوه، تللي یوو، خو له بده بخته دغه ستونزه لا هم روانه."

ډاکتر بلال حبیبزی وایي، په وروستیو دوه درې کلونو کې همدې ګواښونو یو شمېر ډاکتران اړ کړي چې جلال اباد پرېږدي مرکز کابل او یا نورو هېوادونو ته کډه شي.

د حبیبزي په خبره، دوی او د دوی نور همکاران هم ډارېږي او د ګواښونو له کبله اوس نشي کولی چې حتی خپل اولادونه له کوره بهر ښوونځیو او کورسونو ته پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه: "بهر ته د تللو لارې نشته چې لاړ شي او دلته بس دغسې حالات دي چې بېچاره ګان شهیدان کېږي او بچیان یې تر تهدید لاندې دي، مونږ خپل بچي هم حتی مکاتبو، کورسونو او بل څه ته له کوره بهر نشو پرېښودلی، په دې چې امنیتي ستونزې ډېرې دي."

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نصیر احمد درانی هم وایي، د ډاکټرانو سر و مال ته پېښ ګواښونو په دې ولایت کې پر روغتیايي سکتور ناوړه اغېزې کړي دي.

نصیر احمد درانی وايي: "د ډاکترانو پر روحیې او کار یې ډېر زیات منفي اغېز کړی، زمونو ډېر متخصص ډاکتران وروسته له ځينو پېښو له ننګرهار تللي لکه ډاکتر عبید مجددي، ډاکتر منګل او نور ډېر مثالونه چې له ننګرهاره تللي، په کابل کې کار کوي او یا دومره دردېدلي چې له هېواده بهر وتلي دي."

ځایي ډاکتران ټیلیفوني ګواښونه، باج غوښتنه، د تښتونو او کورنیو ته د زیان اړولو خبرداري هغه څه بولي چې په خبره یې، نېږدې هر یو ډاکتر یو ځل تجربه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یو نیم کال وړاندې د ننګرهار د سیمه ییز روغتون د سرطبیب ایوب شینواري درملتون او کتنځای ته څېرمه یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه وکړه چې د نوموړي ډاکتر یو ورور په کې ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

خو د دې لړۍ وروستۍ پېښه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه ماښام ناوخته د ډاکتر مرواري د کتنځای مخې ته چاودنه وه چې دوه تنه لاروي په کې سرسري ټپیان شول.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي، که چارواکي په دې ولایت کې د ډاکترانو خوندیتوب باوري نه کړي ښايي خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې چې لا دمخه هم کمې دي، تر اوس هم زیاتې راکمې شي.

دی وویل: "دوی اوس هم ستونزې لري، اوس هم ترې شخصي باجګیريانې اخیستل کېږي، نو له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دغې موضوع ته جدي توجو وکړي، څو زمونږ روغتیایي سکټور پیاوړی شي او ډاکتران مو اړ نه شي چې له نامنۍ کډوال شي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل بیا وایي، د ډاکترانو ستونزې یې جدي نیولي او د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې د هرې دروازې ټکولو ته تیار دی.

ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل
ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

امرخېل وویل: "ګواښوونکي ډېر نه دي، دا ډېرې منفوري څېرې دي په ټولنه کې، خو ډېره کلکه مو پسې راخیستې ده، جدي توجو ورته کوو او د معافیت سیستم او فرهنګ به نور له منځه وړو، د یوه افغان په حیث به د دوی ترڅنګ درېږم، هره دروازه به ټکوم، څو دوی ته د دوی حقونه ترلاسه کړم."

ننګرهار میشتې ډاکتران وايي، دوی ته تل چارواکو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ورته ویل شوي چې د دوی ګواښوونکي به پیدا او ونیول شي، خو زیاتوي تر هغې چې د دوی په ټیلیفونو د باجګیرانو او ګواښوونکو د خبرداریو زنګونه راځي، د چارواکو ژمنې هوايي او د باجګیرانو ګواښونه جدي ګڼي.

XS
SM
MD
LG