د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

له نخسې پرته د درملو پلورل؛ د درملتونونو مسوولیت څه دی؟


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

عام افغانان په درملتونو کې د ډاکټر له نخسې پرته د درملو پلورل د خلکو له ژوند سره لوبې بولي او وايي، حکومت تل دا وايي، څارنه کوي خو عملي اقدامات يې نه دي کړي.

ښايي ډېری خلک د ډاکټر له نسخې پرته درملتونو ته د دوا اخېستلو لپاره مراجعه وکړي، خو یو شمېر کابل ښاریان وايي، په دې برخه کې د درملتونونو مسوولیت څه دی؟

د کابل ښار اوسېدونکی اصیل زیاتوي، درملتونونه باید له نسخې پرته چاته درمل ورنه کړي: "په درملتونونو کې پرته له نخسې د درملو پلورل سم کار نه دی، ډېرې ستونزې پېښوي ان د مرګ لامل هم کېدای شي، په دې وروستیو کې په درملتونو کې ځيني اصلاحات راغلي، که د دې چارې مخه هم ونيول شي ښه به وي."

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کابل ښار بل اوسېدونکی نقیب الله بیا په دې برخه کې خلک هم ګرم ګڼي او وايي، درمل باید د ډاکټر په مشوره واخېستل شي.

د ۸۹  هغو درملتونونو د بندېدو غوښتنه شوې ده چې ځينې یې قانوني جواز نه لري

دی وايي: "زموږ ډېری هېوادوالو چې کله يې درملو ته اړتيا شي پرته د ډاکټر له مشورې درمل پيري چې دا ستونزه جدي ده، موږ له خپلو درمل پلورونکو هيله کوو چې دوی دا کار ونه کړي، ښه به وي چې د ډاکټر په مشوره درمل وکاروي."

کابل ښاریان د بې نسخې درملو د پلورلو په برخه کې اړوندې څارونکې ادارې هم په ناغېړۍ تورنوي.

په دې وروستیو کې بیا د کابل امنيه قوماندانۍ يو لېست خپور کړی او د ۸۹ هغو درملتونونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده چې ځينې یې قانوني جواز نه لري او د دې وزارت په وينا نشه لرونکي درمل هم پلوري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې د خلکو اندېښنې پرځای بولي او وايي چې د درملو د تنظيم ملي اداره هر ۲۴ ساعته وروسته له درملتونونو څخه د څارنې لپاره د ګزمې ټيمونه لري.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د دې وزارت د وياند مرستيال نورالله ترکي د سې شنبې (د لیندۍ ۱۱مه) په ورځ په ازادي راډيو ته وويل: "زموږ د درملو د تنظيم ملي اداره په مرکز او ولايتونو کې کاري ټيمونه لري چې هره ورځ دوی ساحو ته ځي او هلته درملتونونو څاري، که هر درملتون پرته له نخسې چاته درمل ورکړل، قانوني چلند به ورسره وشي."

له دې سره هم مهاله بيا يو شمېر روغتياپالان وايي، هغه خلک چې په درملتونو کې له نخسې پرته درمل اخلي د وخت په تېریدو سره په نورو ډېرو ناروغيو اخته کېږي.

د داخله ناروغيو ډاکټر احمد علي کريمي: "په افغانستان کې د دې چارې د مخنيوي لپاره عامې روغتيا وزارت اقدام نه کوي، بله خبره دا ده چې په درملتونونو کې مسلکي کسان نشته، ټولو تجارت لپاره درملتونونه جوړ کړی، له دې سره په خپل سر د انټيبايوټيکونو استعمال بيا د انسان د وجود دفاعي سيسټم کمزورې کوي چې دا جدي ستونزه ده."

ښاغلی کريمي ټينګار کوي چې د ډاکټر له نسخې پرته په درملتونونو کې د درملو د پلور مخه باید ونیول شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره قانوني درملتونونه شته، خو دا هم مني چې سلګونه نور ناقانونه درملتونونه هم فعالیت شته چې حکومت یې له فعالیت نه دی خبر.

XS
SM
MD
LG