د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

جلال‌اباد کې یو شمېر ډاکټران: کار نه‌کوو، د حق‌الخطر امتیازات نه راکول کېږي


په داسې حال کې چې لا هم ورته لسګونه ناروغان د بستر په کټونو پراته دي، په جلال‌اباد کې د 'نښتر پښتورګو درملنې روغتون ' ډاکټرانو د کاربندیز خبرداری ورکوي.

دوی ادعا لري چې د تېرو څو میاشتو معاشونه یې ځنډېدلي چې له امله یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د یاد روغتون ډاکټران وایي، له تېر نږدې یو کال راهیسې ورسره د حق‌الخطر د امتیازاتو قراردادونه لاسلیک شوي، خو تر اوسه ورته دغه امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.

د دوی له ډلې الفت الله ذاهد وویل چې د روغتون مسؤلین ورته د اضافه کارونو امتیازات هم نه ورکوي چې له کبله یې دوی کاربندیز ته اړ شوي دي.

د یاد روغتون ډاکټران وایي، له تېر نږدې یو کال راهیسې ورسره د حق‌الخطر د امتیازاتو قراردادونه لاسلیک شوي
د یاد روغتون ډاکټران وایي، له تېر نږدې یو کال راهیسې ورسره د حق‌الخطر د امتیازاتو قراردادونه لاسلیک شوي

دی وايي: "موجوده اداره د کار قانون ته هېڅ ډول احترام نه‌لري، په عین امتیاز له یوه پرسونله ۴۰ خو له یوه بل پرسونله بیا په اوونۍ کې د اتیا ساعتونو کار کولو غوښتنه کوي، که مو ستونزو ته ځواب ونه ویل شي، نو مظاهرو ته به دوام ورکړو چې مسؤلیت به یې بیا د ادارې پر غاړه وي."

سید غني سادات وایي، له دوی سره د هیمودیالایز په پروژو کې د نورو شریکو روغتونو ډاکترانو ته د حق الخطر امتیازات ورکول کېږي، خو دوی ته دا یوه هم نه ده ورکړل شوې

دی وايي:"زموږ لوی او عمده مشکل د حق الخطر دی، موږ سره په همدغه پروژه کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم دغه برخې شته، هغوی ته د حق الخطر امتیازات ورکول کېږي لکه د جمهوریت شفاخانه چې د حق الخطر امتیاز اخلي، ولې موږ هم ورسره یوو، کار مو کړی، خو موږ ته دا خلک نه دي قائل شوي چې د حق الخطر امتیاز راکړي."

د دغو ډاکترانو په خبره، دوی تېرکال هم په دې اړه یو کاري اعتصاب کړی و، خو په خبره یې، هغه وخت ورسره ژمنې وشوې، خو تر اوسه لا عملي شوي نه دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد دُراني وايي، د 'نښتر پښتورګو روغتون' د ډاکټرانو ادعا نه مني
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد دُراني وايي، د 'نښتر پښتورګو روغتون' د ډاکټرانو ادعا نه مني

بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد دُراني بیا د 'نښتر پښتورګو روغتون' د ډاکټرانو ادعا نه مني او وایي چې دوی ته د دوی په میاشتنیو تنخواوو کې ټول امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي دُراني په خبره، د دغه روغتون د ډاکترانو تنخواوې د نورو هغو پرتله زیاتې دي او لامل یې دا دی چې نور امتیازات هم ورسره یو ځای ورکول کېږي:"د دوی لوړ معاشونه په دې مانا دي چې دوی ته د حق الخطر، حق الزحمې او نوکریوالۍ امتیازات ټول ورکړل شوي دي، دا ټول یې په تنخوا کې شامل دي، زموږ یو ډاکتراته زره افغانۍ معاش اخلي، که د حق الخطر سل فیصده ورسره واخلي، نو ۱۶زره کېږي، خو دوی پنځه ویشت، اته ویشت، دېرش او له دېرش زرو لوړ معاشونه اخلي."

د یادونې وړ ده چې د 'پښتورګو د روغتون' د ناروغانو په خبره، په یاد روغتون کې دوا درمل نشته او د یوې پیچکارۍ د ترلاسه کولو لپاره هم مجبورېږي چې له روغتونه بهر یې راونیسي.

XS
SM
MD
LG