یوه افغان ځوان وسیم شینواري چې په اسپانیا کې انلاین کاروبار کوي په یوه سمبولیک ګام کې په سپوږمې کې د افغان نجونو د ښونځي لپاره یوه نمره ځمکه اخیستې.
هغه وایي، له دې اقدامه یې هدف دا دی چې نړۍ ته وښيي، د افغان نجونو لپاره تعلیمي شرایطو په برابرېدو کې مرسته وکړي.
وسیم شینواري له 'لونر لینډ' کمپنۍ څخه په انلاین ډول دغه نمره اخیستې چې په وینا یې لګښت یې هم دومره ډېر نه دی.
له نوموړي سره زمونږ همکار اسداله لودین مرکه کړې او په سر کې یې د دې سمبولیک ګام په اړه معلومات ترې غوښتي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: