د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

اروپایي ټولنې پر ایران نوي بندېزونه ولګول


بیرق اتحادیه اروپا در کنار بیرق ایران
بیرق اتحادیه اروپا در کنار بیرق ایران

اروپايي ټولنې، په سوریه کې د بشار اسد د حکومت د پوځي ملاتړ او پر اوکراین د روسیې د یرغل د ننګې په خاطر پر ایران نوي بندېزونه ولګول.

اروپايي شورا پرون (پنجشنبې) پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کې وویل: "د اوکراین پر ضد د روسیې له یرغله د ایران پوځي ملاتړ ته په کتو، دې شورا د محدودوونکو اقداماتو لپاره نوی چوکاټ جوړ کړی دی."

په نویو بندېزونو کې، د هغو پُرزو د صادراتو بندیز هم شامل دی، چې د بې پېلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.

د نویو بندېزونو پر اساس، ۶ تنه ایرانیان سوریې ته د هوايي دفاع د رادارونو په لېږلو کې د لاس لرلو او روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکولو په خاطر په تور لیست کې شامل کړل شوي دي.

د روسیې پوځ پر اوکراین د تازه بریدونو لپاره د ایران له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي
د روسیې پوځ پر اوکراین د تازه بریدونو لپاره د ایران له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي

پر دې سربېره چې د دغو شپږ، کسانو پر سفر بندېز لګول شوی، اروپايي شرکتونه او له تحریم شویو ایراني شرکتونو سره د هغوی راکړه ورکړه منع شوې ده.

دا بندېز، روسیې ته د ایران د بې پېلوټه الوتکو د لېږلو په تړاو د اروپايي ټولنې د دریو نورو بندېزونو په دوام لګول شوی.

د مخکینیو بندېزونو وروستی یې د روان کال په فبرورۍ کې اعلان شوی و.

د اروپايي شورا په راپور کې وړاندې راغلي، نننۍ پرېکړه د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په وړاندې د چټک او غوڅ عکس العمل د دوام لپاره د اروپايي ټولنې د ارادې ښکارندویه ده.

راپور زیاتوي: اروپايي ټولنه،روسیې ته د ایران د بې پېلوټه الوتکو ورکړه او د اوکراین پر ضد په تیریګرې جګړې کې له هغو څخه کار اخېستل غندي.

ایران له ډېرې مودرې راهیسې د اوکراین پر ضد روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکولو تور رداوه، خو بالاخره د لوېدیځو اورګانونو له باوري اسنادو او شواهدو وروسته د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان د تېر کال په عفرب کې تایید کړه، چې روسیې ته یې بې پېلوټه الوتکې ورکړې دي.

اوکراین د ایران اسلامي جمهوریت په دروغ ویلو تورن کړی او ویلي، تراوسه پورې یې د ایران سلګونه بې پېلوټه الوتکې وېشتې دي.

XS
SM
MD
LG