د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

اروپايي ټولنه: د ایران د اټمي تړون د را ژوندي کولو په هڅو کې پرمختګ شوی


ارشیف، د ایران د نطنز اټمي تأسیسات
ارشیف، د ایران د نطنز اټمي تأسیسات

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل ایران او امریکا ته په اشاره وايي، په دواړو خواوو کې هوکړې ته د رسېدو لپاره ښه نیت موجود دی.

بورېل ویلي، له ایران سره د اټمي تړون مذاکرات له عمومي مسایلو اختصاصي مسئلو ته داخل شوي.

هغه دوشنبه (د وري ۳۰مه) په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "تېره اوونۍ د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې له عمومیاتو لا پسې متمرکزو مسئلو ته ورسېدې لکه: د بندیزونو لېرې کول او په دواړو خواو کې د اټمي پروګرام اجرايي مسایل. کار روان دی. د پرمختګ څرک شته او دا حقیقت چې امریکا بیا له تړون سره یوځاییږي او د تړون بشپړ ترسراوي ته ګرځي نړۍ لا خوندي کوي."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل

له ایران سره د نړۍ لویو اټمي قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د دې تر څنګ چې له ایرانه بندیزونه لېرې کړل دا هېواد یې د اټمي پروګرام په برخه کې له نړۍ سره هوکړه شویو مسایلو ته په پابندۍ مسوول وګرځول شو.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ایران یې په جدي سرغړونو تورناوه له اټمي تړونه ووت او په دغه هېواد یې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول.

ایران هم په تړون کې له خپلو ژمنو په تدریجي توګه تېر شو له هغې ډلې یې د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان د څارونکو مخه ونیوله، د یورانیمو شل او ۶۰ سلنه بډاینه یې پيل کړه، د فلزي یورانیمو تولید یې پيل او د یوارنیمو د بډاینې د سرعت د زیاتوالي لپاره یې پرمختللي سنټرفیوژونه په کار واچول.

دې ټولو اقداماتو اروپايي ټولنه او له ایران سره د اټمي تړون پاتې لاسلیک کوونکي بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه اړ کړل چې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

په همدې هدف دوی د روانې میاشتې له پیله د اتریش په پلازمېنه ویانا کې سره غونډه شول او ایران یې هم خبرو ته ور وغوښت.

د امریکا مرکچیان ځکه په دې غونډه کې نشته چې ایران له امریکایانو سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده.

د راپورونو له مخې امریکايي پلاوی په ویانا کې دې غونډې ته څېرمه په یوه بل هوټل کې مېشت دي او په استازیتوب یې اروپايي ټولنه لیږدیزه ډپلوماسي کاروي.

د روسیې د مرکچي پلاوي مشر میخایل اولیانوف
د روسیې د مرکچي پلاوي مشر میخایل اولیانوف

د روسیې د مرکچي پلاوي مشر میخایل اولیانوف په خپل ټوېټر احوال ورکړی چې د ایران د اټمي تړون پر سر دوه اونیو خبرو ته په کتو اوس دا مذاکرې د یوې مسودې د ترتیب کچې ته رسیدلي دي.

د ایران د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي هم ویلي چې وروستۍ موافقه د جوړېدو په حال کې ده، خو د ده په خبره مذاکرات به اسانه نه وي او ښايي لا مخالفتونه موجود وي.

د راپورونو پر اساس تمه ده د ایران لپاره د امریکا استازی رابرټ مالي تهران ته یوه بسته وړاندې وکړي چې له مخې یې ایران د ځینو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې خپلو ژمنو ته ور وګرځي.

XS
SM
MD
LG