د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د ولسمشر روحاني ټینګار: ایران به خپلو اټمي وسلو ته پراختیا ورنه کړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر پرون شنبه (د وري ۲۱مه) یو وار بیا د اټمي وسلو د نه پراختیا په برخه کې د تهران پر ژمنو ټینګار وکړ.

حسن روحاني د اټمي ټکنالوژۍ ملي ورځې په مناسبت د نطنز په نوم اټمي تأسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو د فعالیت د پیل پر مهال دا خبره وکړه.

په هغه راپور کې چې د ایران له دولتي ټلوېزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده لیدل کېدل چې ولسمشر حسن روحاني دغو پرمختللو سنټرفیوژونو ته د یورانیم ګازو د پېچکارۍ او د IR-9 دستګاوو د تخنیکي ازموینې امر ورکوي.

د ایران دولتي ټلوېزیون اعلان وکړ چې دغو مراسمو کې د تېرکال پر مهال په اټمي صنعت، تر ډېره د درمل جوړولو، برېښنا، کرنې او انرژۍ په سکټور کې له ۱۳۳ پرمختګونو پورته شوه.

د ایران څیړنیز راکټونه
د ایران څیړنیز راکټونه

د ایران ولسمشر حسن روحاني، په دې مناسبت په خپله ټلوېزیوني وینا کې ټینګار وکړ چې د ایران ټول اټمي پروګرامونه ملکي اهداف لري.

هغه د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته هم اشاره وکړه چې د تهران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

نوموړي وویل: "د موافقې له ویاړمنو نښو یوه دا وه چې په ایران کې اټمي صنعت او ټکنالوژۍ ته یې کاملاً قانوني بڼه ورکړه. دا چې وایم قانوني یې کړه، یعنې د ایران د ملت حق یې بېرته ورکړ، دا د ایران د ملت حق و. هغوی بې ځایه ویل چې تاسو دا حق نه لرئ او سرغړونه مو کړې ده."

د رویټرز خبري اژانس په حواله، وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ، ایران له هغو مکلفیتونو سرغړونه پیل کړه چې په اټمي تړون کې ورته مشخص شوي وو.

په ویانا کې واشنګټن او تهران په غیرمستقیم خبرو کې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته په بشپړ ډول د ستنېدو پر څرنګوالي بحث وکړ.

دغه خبرې تېره اوونۍ پیل شوي او راتلونکې اوونۍ یې هم پر دوام موافقه شوې ده.

ایران په وار- وار غوښتنه کړې چې ټول نړیوال بندیزونه دې ورڅخه لېرې کړای شي.

خو تهران کې ځینو سیاسي فعالانو ویلي چې سم د لاسه د بندیزونو لېرې کېدل ناممکن دي. دوی اساسي ستونزه د ایران اسلامي جمهوریت د تفکر په بڼه کې ګوري.

سید مصطفی هاشمي طبا چې د ایران د ۱۳۹۶ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندید و، د ایران له دولتي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: "تر هغو چې تدریجي او تفاهمي چلند خپل نه کړو، ستونزه نه حلېږي. مهه نه ده چې ټول بندیزونه دې سم دلاسه لېرې شي، که بندیزونه لېرې هم شي، زموږ بانکي معاملې ستونزه لري، که داسې وګڼو چې اروپايان وغواړي چې له موږ سره تجارتي راکړه ورکړه وکړي، دوی به نور په نقدي ډول معامله ونه کړي، ځکه نو اصلي غوټه زموږ په فکرونو کې ده."

سید مصطفی هاشمي طبا
سید مصطفی هاشمي طبا

په ویانا کې د ایران د اټمي موافقې په اړه په خبرو کې د اروپايي ټولنې چارواکي د اټمي تړون له پاتې لاسلیکوونکو هېوادونو او د امریکا له متحدو ایالاتونو سره پاتې دي.

دوی هڅه کوي چې امریکا بېرته د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون ته ستنه او د بندیزونو کمولو په بدل کې ایران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي.

XS
SM
MD
LG