د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د ایران-امریکا اټمي تړون؛ د ایران او نړیوالو قدرتونو خبرې پای ته ورسېدې


د اروپايي اتحادیې په منځګړیتوب د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ خبرو کې امریکا مستقیم ګډون نه درلود.
د اروپايي اتحادیې په منځګړیتوب د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ خبرو کې امریکا مستقیم ګډون نه درلود.

د ایران د اټمي موافقې د ګډ کمېسیون غونډه د ایران او په دې موافقې کې د پاتې شاملو هېوادونو د استازو په ګډون پرون جمعه(د وري ۲۰مه) په ویانا کې پای ته ورسېده.

په دې خبرو کې چې ۴ ورځې یې دوام وکړ، د ایران ترڅنګ د جرمني، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو برخه لرله.

امریکا هم په غیر مستقیم ډول د ویانا په غونډه کې ګډون درلود او اروپايي ډیپلوماټانو د خپلو خبرو له حاله امریکایان خبرول.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، د ایران له لوري پر دې ټینګار چې هغه ټول بندیزونه دې ورڅخه لېرې شي چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې پرې لګېدلي، کېدای شي د اټمي موافقې د احیا لپاره جوړجاړی له خنډ سره مخامخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ټینګار کړی چې امریکا چمتو ده هغه بندیزونه لېرې کړي چې له اټمي موافقې سره په ټکر کې دي، خو مشروع بندیزونه به لا هم دوام لري.

ده دا خبره د ایراني چارواکو د دې ټینګار په ځواب کې وکړه چې د ټرمپ د حکومت پر مهال ټول لګول شوي بندیزونه دې لېرې شي.

دغه امریکايي چارواکي وویل چې د ایران دا ډول ټینګار کېدای شي د اټمي موافقې د بېرته احیا کولو پرسر خبرې له خنډ سره مخامخ کړي.

په همدې حال کې د ایران مرکچي عباس عراقچي پرون د ویانا د خبرو د نتیجې په اړه وویل: "تر اوسه داسې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې سم لوری وټاکي، زموږ دریځ دا دی چې د ټرمپ د حکومت په دوره کې پر ایران ټول لګول شوي بندیزونه دې لېرې شي."

د ایران مرکچي عباس عراقچي
د ایران مرکچي عباس عراقچي

دا خبرې د اروپايي اتحادیې په منځګړتوب کېږي.

له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې پرون جمعه(د وري ۲۰مه) خپلو غړیو ته په یوه راپور کې ویلي چې ایران په یوه تازه اقدام کې د اټمي موافقې په چوکاټ کې له خپلو ژمنو نوره سرغړونه کړې ده.

رویټرز وايي، د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې دا راپور د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیاتولای شي.

XS
SM
MD
LG