د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې د ډېر شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی


ارشیف: د خوست په روغتون کې په تلاسیمیا د اخته کسانو د درملنې بخش
ارشیف: د خوست په روغتون کې په تلاسیمیا د اخته کسانو د درملنې بخش

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په روغتیايي برخه کې د مرستو کمېدل به د دوی پر خدمتونو ډېره بده اغېزه ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او د بدو پایلو خبرداری یې ورکوي.

دې سازمان پرون ناوخته 'د افغانستان بېړني حالت' په نوم خپل راپور کې لیکلي: "د بودیجې کموالی په روغتیايي وضعیت اغېز کوي. د ډېر شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی او له لویو روغتونونو ملاتړ مخ په کمېدو دی."

د دې سازمان له قوله، دا حالت به د ناروغانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په روغتيايي برخه کې د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښيي چې په خپل راپور کې یې د تېر په پرتله په ماشومانو او لویانو کې د ساه لنډۍ، نس ناستې، تورې ټوخلې، شري او ډینګي تبې د زیاتوالي خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت بیا د روغتیا نړیوال سازمان د راپور او اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

د هرات په روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. 2022-07-13
د هرات په روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. 2022-07-13

په افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې، له افغانستان د روغتیا او پوهنې په ګډون په ټولو برخو کې د نړیوالو مرستې د پام وړ کمې شوي چې یو لامل یې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اوسنی رژیم ټکر او د ناسمو پالیسو تطبیق ښودل کېږي.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی یوازې تېره مې میاشت کې ۱،۴ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي، د تېر په پرتله یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم او ستونزمن شوی دی.

جان محمد چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی وايي، ناروغۍ ډېرې شوي او د روغتیايي خدمتونو درک نه‌شته.

نوموړی وایي: "ډېره در بدري ده، خلک ټوکر ټوکر دي. مخلوق له دې حالاتو او ناروغیو ډېر په تکلیف دی. ګراني هم ده په صحرا کې هم پراته یوو. ډېر تکلیفونه لرو."

د ارزګان اوسېدونکی بخت محمد بیا وايي، سیمه کې یې هېڅ داسې روغتون نه‌شته چې هر ډول ناروغانو ته ورسېږي.

هغه وایي: "زموږ دا منطقه ګرده جګړو ځپلې ده. نه کلینیک شته او نه سړک او نه هم پاملرنه ورته شته. دا مو غوښتنه ده چې دلته یو کلینک جوړ کړي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ دا مهال دوی، د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ۵ لویو روغتونونو، د ساري ناروغیو د ۱۰ روغتونونو او د ۲۰۵ لومړنیو روغتیايي مرکزونو د چلولو لپاره لګښت برابروي، خو زیاتوي، اړتیا ده چې د دې خدمتونو د دوام لپاره د مرسته کوونکو مالي ملاتړ دوام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG