د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د آی‌پي‌ايل سیالیو پای؛ راشد خان په‌کې د غوره توپ نيونې جايزه واخيسته


راشدخان له ګجرات لوبډلې سره لوبېده
راشدخان له ګجرات لوبډلې سره لوبېده

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ آی پي ایل سیالۍ پای ته ورسېدې او راشد خان د دې سیالیو د غوره توپ نیونکي جایزه واخیسته.

د هندوستان د غوره لیګ سیالیو په پایلوبه کې چې تېره شپه د ګجرات په مرکز احمد اباد کې وشوه مهندراسنګ ډوني په لوبډلمشرۍ چینای لوبډلې ټاس وګاټه او ګجرات ټایټانز لوبډلې ته یې د منډولو جوړولو بلنه ورکړه.

ګجراټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ.

د شل اورونو په سیالیو کې که څه هم دا ښه هدف و، خو د باران له امله د ډي ایس ایل قانون له مخې سیالي پنځلس اورونو ته راکمه او چینای ته ۱۷۱ منډې هدف ورکړل شو چې د سیالۍ په وروستي بال یې یاد هدف پوره کړو او روان ۲۰۲۳ کال اتلولي یې خپله کړه.

چینای لوبډله د سږني کال آی پي ایل سیالیو اتله شوه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.
چینای لوبډله د سږني کال آی پي ایل سیالیو اتله شوه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.

د هندوستان د غوره لیګ سیالیو په سږني سیزن کې پنځه افغان لوبغاړي ولوبېدل.

راشدخان او نور احمد لکڼوال د ګجرات لوبډلې برخه وو.

رحمن الله ګربز بیا په کلکټه نایټ رایډرز لوبډله کې لوبېده.

نوین‌الحق د لکهنو سوپر جاینټ لوبډلې سره لوبېده او فضل‌حق فاروقي سږ کال سنرایزر حیدراباد لوبډلې ولوباوه.

که څه هم ټولو افغان لوبغاړو د آی‌پي‌ایل د سږ کال په سیالیو کې نسبتاً ښې لوبې وکړې، خو راشد خان او نور احمد د نورو په پرتله ډېر ښه ولوبېدل.

  • راشدخان

راشد خان د آی‌پي‌ایل سیالیو د تېر کال د اتلې لوبډلې ګجرات ټایټانیز لوبډلې مرستیال لوبډلمشر و.

دې په ټولو ۱۷ سیالیو کې ۲۷ وېکټې ترلاسه کړې او د سږ کال ای‌پي‌ایل سیالیو درېیم مخکښ بالر و.

په توپ وهنه کې هم راشد خان ډېر بد نه و، په ۹ اننګزونو کې یې ۱۳۰ منډې وکړې، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۷۹ ناسوځېدلې منډې درلودې.
په توپ وهنه کې هم راشد خان ډېر بد نه و، په ۹ اننګزونو کې یې ۱۳۰ منډې وکړې، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۷۹ ناسوځېدلې منډې درلودې.

تر ټولو ښه توپ اچونه یې په څلورو لوبو کې د ۳۰ منډو په ورکولو سره د ۴ وېکټو اخیستل وو.

په ۶۷ اورونو کې ترې ۵۱۲ منډې وشوې، چې په هر اور کې یې د منډو اوسط څه د پاسه اته و.

په توپ وهنه کې هم راشد خان ډېر بد نه و، په ۹ اننګزونو کې یې ۱۳۰ منډې وکړې، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۷۹ ناسوځېدلې منډې درلودې.

خان په دې سیالیو کې د ښې توپ اچونې ترڅنګ ښه توپ نیونه هم کوله، ځکه خو د دې سیالیو د تر ټولو ښه توپ نیونکې جایزه هم ورکړل شوه.

  • نور احمد

۱۸ کلن نور احمد لکڼوال د ګجرات لوبډلې 'کوه نور' بلل کېده د راشد خان تر څنګ یې د دې لوبډلې په بریاو کې یې مهم رول درلوده.

دې چې د ښې توپ اچونې له امله یې د مینه‌والو او کرکټ مبصرینو پام ځان ته اړولی و په ۱۳ اننګزونو کې یې ۱۶ وېکټې واخیستې چې په دې سره د دې سیالیو اولسم مخکښ بالر شو.

نور احمد هم د ګجرات لوبډلې برخه و.
نور احمد هم د ګجرات لوبډلې برخه و.

په ۴۷ اورونو کې پرې ۳۶۷ منډې وشوې، په هره لوبه کې یې د منډو اوسط ۲۳ اعشاریه ۶ و.

په هر اور کې یې نږدې اته منډې ورکړې او په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه په څلورو اورونو د ۳۷ منډو په ورکولو د ۳ ویکټو ترلاسه کول وو.

  • رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د کلکتې لوبډلې لپاره نسبتا ښه پیلیز توپ وهونکی و، خو هغسې چې تمه ترې کېده ښه ونه ځلېده.

که څه هم په یوولس اننګزونو کې چانس ورکړل شو خو چندان ډېرې منډې یې نه درلودې.

رحمان الله ګربز د کلکتې لوبډلې لپاره نسبتا ښه پیلیز توپ وهونکی و، خو هغسې چې تمه ترې کېده ښه ونه ځلېده.
رحمان الله ګربز د کلکتې لوبډلې لپاره نسبتا ښه پیلیز توپ وهونکی و، خو هغسې چې تمه ترې کېده ښه ونه ځلېده.

دې په روانو سیالیو کې ۲۲۷ منډې وکړې، په هره لوبه کې یې د منډو اوسط څه دپاسه شل منډې وو، او په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې.

  • نوین‌الحق

بل افغان تېز توپ اچونکی نوین‌الحق چې د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د لکهنو سوپر جاینټ لوبډلې لپاره ولوبېده ښه وځلېده.

دې ته په اته لوبو کې چانس ورکړل شو چې ځان یې ښه ثابت کړو او یولس وېکټې یې واخیستې.

ټول یې ۲۸ اورونه وکړل او ۲۱۹ منډې پرې وشوې.

تر ټولو ښه توپ اچونه یې په څلورو اورونو کې د ۳۸ منډو په ورکولو سره د څلورو وېکټو ترلاسه کول وو.

نوین‌الحق
نوین‌الحق

په هره لوبه کې یې د ورکړو منډو اوسط نږدې ۲۰ او په هره اور کې نږدې اته وو.

او بل تېز افغان توپ اچونکې فضل‌الحق بیا سږ کال د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخه وه.

دې ته که څه هم په کمو څلورو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو، خو نسبتاً ښه توپ اچونه یې وکړه، او څلور وېکټې یې درلودې.

د آی‌پي‌ایل د ۲۰۲۳ کال سیالۍ د تېرې مارچ میاشتې په ۲۸ مه د ګجرات په بریا او د چینای لوبډلې په ماتې پیل شوې وې او د تېره شپه د چینای په اتلولۍ او د ګجرات لوبډلې په ماتې پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې ټولو لس لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د نیمه پایلوبو او پایلوبې په ګډون یې خپلو کې ۷۴ لوبې وکړې.

XS
SM
MD
LG