د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۲

کرکټ؛ نن د آی پي ایل په لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي


چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبغاړي
چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې نن شنبه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي.

لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي راجستان راویلز به د ډیلي کپیټلز پر وړاندې سیالي وکړي.

کپیټلز لوبډلې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره کړي او بایللي یې دي، راجستان بیا یوه سیالي بایللې او بله یې ګټلې ده.

دغه راز د نن ورځې دویمه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د ممبي اینډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

چینای لوبډلې په دوه سیالیو کې یوه ګټلې او بله یې بایللې، خو ممبي بیا یوه سیالي کړې ده او بایللې یې ده.

د ویلو ده چې تېره ورځ د دې لیګ په لسمې سیالۍ کې لکنو سوپر جاینټز لوبډلې د سن رایزر حیدراباد په ماتولو سره د نومرو په جدول کېلومړی مقام ونیوه.

په یادې سیالۍ کې افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي د ایمپکټ لوبغاړي په توګه ولوبول شو چې په ۳ اورونو کې یې ۱۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

XS
SM
MD
LG