د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د ګجرات او کلکتې جالبه لوبه؛ د راشدخان هېټریک او د رینکو سینګ ۵ شپږیزې


 راشدخان
راشدخان

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په دیارلسمې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز د ۳ وېکټو په توپیر ګجرات ټایټانز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د هندوستان په احمداباد ښار کې ترسره شوه، د ګجرات لوبډلمشر راشدخان پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

یادې لوبډلې د ویجی شنکر د نیمه سلیزې پر مټ د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

د کلکتې لوبډلې په پیل کې د رحمن الله ګربز په ګډون خپل دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو لوبډلمشر نتیش رانا او وینکتیش ایر د لوبې په منځنیو اورونو کې ښه لوبه وکړه. ایر نیمه سلیزه ووهله.

ګربز په دې لوبه کې یوازې ۱۵ منډې وکړې.

راشدخان د لوبې ۱۷م اور ترسره کړ، دا وخت کلکتې ته په ۲۴ توپونو د ۵۰ مندو اړتیا وه.

خان په لومړني، دویم او درېیم توپ پرله پسې د انډري رسل، سونیل نارین او شردول ټاکور ویکټې وسوځولې.

نوموړی لومړنی افغان توپ اچونکی شو چې په آی پي ایل لیګ کې په خپل نوم هېټریک ثبتوي.

د دې سیالۍ په وروستي اور کې کلکتې ته د ۲۸ منډو اړتیا وه، د یادې لوبډلې توپوهونکي رینکو سینګ په ۵ توپونو پینځه شپږیزې ووهلې او دا سیالي یې وګټله.

نوموړی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د ویلو ده چې دا د کلکتې دویمه بریا او د ګجرات لومړنۍ ماتې وه.

XS
SM
MD
LG