د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د هند کرکټ غوره لیګ سږنی جام د ګجرات ټیم وګاټه


ګجرات ټایټنز په آی پي ایل یا د هند د کرکټ په غوره لیګ کې په لومړني حضور سره د اتلولي جام خپل کړ.
ګجرات ټایټنز په آی پي ایل یا د هند د کرکټ په غوره لیګ کې په لومړني حضور سره د اتلولي جام خپل کړ.

د هند د کرکټ غوره لیګ سږنی جام د ګجرات ټایټنز ټیم وګاټه.

ګجرات ټایټنز په آی پي ایل یا د هند د کرکټ په غوره لیګ کې په لومړني حضور سره د اتلولي جام خپل کړ.

د ۲۰۲۲ کال د ای پي ایل پایلوبه بېګا یکشنبه د ګجرات په کوربه توب د احمداباد په نریندرامودي سټډيوم کې وشوه.

ګجرات لوبډله وتوانېده، چې د راجستان رویالز ټیم په ۱۳۰ منډو ایسار کړي.

په ځواب کې یې یاد هدف ته په نولسم اور کې د یواځې دریو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه او اتلولي یې خپله کړه.

راشد خان چې د ګجرات له اصلي او مهمو لوبغاړو شمېرل کېږي تر اتلولۍ وروسته وویل: "دا د یوه لوبغاړي د ورزشي ژوند تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده چې د ای پي ال د اتل ټیم غړی اوسي. د دې ډول لوبو لپاره باید سړی په ټولو برخو کې چمتو اوسي او بیا د بریالي کېدو وړتیا پیدا کوي. دلته بریا ته رسېدل ډېر زحمت او کار غواړي او موږ د یوه ټيم په توګه ډېر ښه کار وکړ. دا زما لپاره زما په ټول کرکټ کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده."

راشد خان
راشد خان

راشد خان په سږني ای پي ایل کې د ګجرات په ګټه ۱۹ ویکټې واخیستې او تر محمد شامي وروسته چې شل ویکټې یې اخیستي دویم ځای لري.

په هغو لوبغاړو کې چې بیا ډېرې کمې منډې یې ورکړي راشد خان په سر کې دی.

په فاینل کې راشد خان یوه وېکټه واخیسته او اتلس منډې یې ورکړې.

د افغانستان دوه نور لوبغاړي رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال هم په دې لوبډله کې شامل وو خو راشد خان له هغو لوبغاړو یو وو چې په مټ یې ګجرات لوبډله اتلولۍ ته ورسېده.

احمدآباد میشته ګجرات ټایټنز د ۲۰۲۲ کال د غوره لیګ له دوو تازه لوبډلو یوه وه چې نږدې ۷۵۰ میلیونه ډالرو باندې جوړه شوه.

دوی هارډیک پانډیا د کپټان، راشد خان د هغه د مرستیال او ګڼ نور تکړه لوبغاړي تر بولۍ مخکې خپل ټیم کې جذب کړل.

XS
SM
MD
LG