د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ای پي ایل؛ نن ممبي او ډیلي سیالي لري


د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شریاس ایر
د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شریاس ایر

ټاکل شوې چې د هندوستان د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو د نن ورځې لوبه د ممبي اینډینز او ډیلي کیپټلز لوبډلو ترمنځ وشي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي.

که دیلي لوبډله د نن ورځې لوبه په لوړ توپیر وګټي ښايي د سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي، خو ممبي لوبډلې ته يې بل پړاو ته د تګ لپاره کومه ګټه نه لري.

اوسمهال د دې سیالیو د نومرو په جدول کې ګجرات تر نورو ډېرې نومرې لري او د جدول لومړی ځای يې خپل کړی دی.

ورپسې راجستان رایل او دغه شان لکهنو لوبډلې دي چې په ترتیب سره دوهم او درېیم ځای يې خپل کړی دی.

د دې سیالیو څلورمه ټاپ لوبډله بیا رایل چلنجرز بنګلور لوبډله ده خو که نن ډيلي له ممبۍ نه په لوړ توپیر لوبه وګټي د جدول څلورم ځای به خپل کړي او د دې سیالیو بل پړاو ته به لاره پیدا کړي.

د نن شپې لوبه د اي پي ایل د سږ کال سیزن ۶۹ مه لوبه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه به سبا د سنرایزر حیدراباد او پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

له دې وروسته ددې سیالیو دوهم پړاو پیلېږي چې څلور لوبډلې به پای لوبې ته د رسېدو په هیله له یو بل سره لوبې لري.

XS
SM
MD
LG