د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

راشدخان به د هند د کرکټ غوره لیګ کې د احمداباد لوبډله کې ولوبېږي


راشدخان
راشدخان

د افغانستان د کرکټ وتلی ستوری راشدخان به سږ کال د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د احمداباد په لوبډله کې ولوبېږي.

د کرکټ معلوماتي وېب پاڼې او هندي رسنیو ویلي چې احمداباد ټیم راشدخان په ۱۵ کروړه یا ۱۵ سوه لکه هندي پیسو اخیستی دی.

راشدخان د ای پي ایل تېرو لیګونو کې د حیدر اباد لوبډلې له خوا اخیستل کېده، خو لومړی ځل دی چې د احمداباد لوبډلې ته ځي.

نوموړي د حیدراباد ټیم ته په ۷۶ سیالیو کې ۹۳ ویکټې اخیستي.

د ای.پي.ایل یا د هند د کرکټ د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د اپریل په دوهمه پیلېږي او شااوخوا دوه میاشتې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG