د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ای پي ایل؛ نن شپه بنګلور او لکنو سیالي لري


د رویال چېلینجرز بنګلور لوبډلې لوبغاړی ویرات کهولي
د رویال چېلینجرز بنګلور لوبډلې لوبغاړی ویرات کهولي

د هند کرکټ غوره لیګ د نن شپې لوبه کې رویال چېلینجرز بنګلور او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې لوبېږي.

دا لوبه د هند په کلکتې ښار کې د افغانستان په وخت ماښام ۰۶:۳۰ بجې پيلېږي.

د هند غوره لیګ د جدول دوو مخکښو لوبډلو ګجرات تیتانز او راجستان رویالز تېره شپه لوبه وکړه، چې ګجرات د راجستان په ماتولو سره د ای پي ایل پایلوبې ته لار ومونده خو راجستان لوبډله بیا هم چانس لري او په تمه به وي چې د جمعې په ورځ د نن شپې له ګټونکې لوبډلې سره لوبه کړي.

د جمعې ورځې لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، د هند د کرکټ غوره لیګ پایلوبې ته ځي او له ګجرات تیتانز لوبډلې به سره د هند غوره لیګ د اتلولي ګټلو په خاطر سیالي وکړي.

د یادونې ده، چې د هند کرکټ غوره لیګ پایلوبه د یکشنبې په ورځ د هند په احمداباد ښار کې کېږي.

XS
SM
MD
LG