د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

آی پي ایل؛ راشدخان او نوراحمد ښه وځلېدل


نوراحمد د ګجرات لپاره لوبه کوي.
نوراحمد د ګجرات لپاره لوبه کوي.

د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل په ۳۵مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز د ممبي اینډینز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

ګجرات لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و او ممبي یې په ځواب کې ۱۵۲ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې چې د سې شنبې په ماښام ترسره شوه، دوه افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد هم د ګجرات په بریا کې مهم رول ولوباوه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

راشدخان چې په دې لوبه کې ۲ وېکټې ترلاسه کړې، په روانو سیالیو کې یې د وېکټو مجموعه ۱۴ ته لوړه شوه او تر ټولو توپ اچونکو مخکې شو.

بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا تر دې دمه په درېیو سیالیو کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

د ویلو ده چې د ای پي ایل لیګ ۳۶مه سیالي به د چهارشنبې په ورځ د رایل چیلینجرز بنګلور او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG