د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

کرکټ؛ نن د آی پي ایل په لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي


د ګجرات لوبډلې لوبغاړي
د ګجرات لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې نن یکشنبه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي.

لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي ګجرات ټایټانز به د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې سیالي وکړي.

ګجرات لوبډلې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره کړي دي او ګټلي یې دي، کلکتې بیا یوه سیالي بایللې او بله یې ګټلې ده.

د ګجرات په لوبډله کې راشدخان او د کلکتې لپاره بیا رحمن الله ګربز لوبه کوي.

دغه راز د نن ورځې دویمه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د سن رایزر حیدراباد او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ده.

حیدراباد لوبډلې دوه سیالۍ کړي دي او بایللې یې دي او پنجاب لوبډلې یوه ګټلې او بله یې بایللې.

د حیدراباد په لوبډله کې فضل حق فاروقي هم لوبه کوي.

د ویلو ده چې تېره ورځ د دې لیګ په یولسمې سیالۍ کې راجستان رایلز لوبډلې د ډیلي کپیټلز په ماتولو سره د نومرو په جدول کې لومړی مقام ونیوه.

دغه راز چینای سوپر کینګز بیا ممبي اینډینز ته ماتې ورکړه.

دا د چینای دویمه بریا او د ممبي دویمه ماتې وه.

XS
SM
MD
LG