د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په لومړۍ ورځ مو طالبانو د تګ راتګ مخه ونيوله


هرات کې يوه کورنۍ چې د کال په لومړۍ ورځ نمانځي
هرات کې يوه کورنۍ چې د کال په لومړۍ ورځ نمانځي

د نوي کال او د نوروز په را رسېدلو سره، یو شمېر هغه کورنۍ چې د تفریح، میلې او د خپلوانو لیدلو ته تللي وو وایي، د نوروز په لومړی ورځ یې طالبانو د تګ او راتګ مخه ونیوله.

ذبیح‌الله چې د خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره د کابل د قصبې غونډۍ ته تللی وو، وایي طالبانو هوایي ډزې وکړي، دوی او هغه کورنۍ چې غونډۍ ته تللې وو، د طالبانو له‌خوا و ایستل شول.

موږ ته امر شوی چې د نووز نمانځل حرام دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې کله ولاړو، لس دقیقې به نه وې تېرې شوې، موږ کېناستو چې د طالبانو ځواکونه راغلل او هوایي ډزې یې وکړې، ټولې کورنۍ یې بېرته کور ته ولېږلې، موږ ته یې هم وویل چې موږ ته امر شوی چې د نووز نمانځل حرام دي. ولاړ شئ او سبا راشئ. موږ ته ډېر خواشینونکې ده، چې په نوروز کې نه‌شو کولای یو ارام ځای ته ولاړ شو، کابل د تفریح ځای نه‌لري، مجبور یو ځای ولاړ شو چې حد اقل ارامښت ولرو."

د هرات ولایت اوسېدونکې کبرا هم ازادي راډيو ته وویل، غوښتل یې چې خپلې کورنۍ سره د خپلوانو لیدلو ته د پل هاشمي سیمې ته ولاړ شي، خو په خبره یې د طالبانو ځواکونو له‌خوا بېرته راوګرځول شوه.

نوموړې وايي: "موږ پر لاره روان شو، د پل روشان پر لاره یې زموږ موټر يې پرې‌نه‌ښوده او ویې ویل، باید خپلو کورونو ته ولاړ شئ، موږ ویل، موږ دعوت یو او د خپلو خپلونو کور ته ځو، دوی وویل نن نوروز دی نو ځکه لیدل را لیدل بند دي او که د خپلوانو یا د زیارت لیدلو ته ځئ نو بله ورځ ولاړ شئ."

د هرات ولایت دوه نور اوسېدونکې هم چې د امنیتي ستونزوله امله یې ونه‌غوښتل نوم او غږ یې راپور کې خپور شي وایي، پرون د هرات ولایت د (دهنه کمر کلاغ) سیمې ته هغه کورنۍ چې د میلې توکي یې له ځان سره درلودل، د طالب وسله‌والو له‌خوا نه پرې‌ښودل کېدل.

خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو، نوروز د خپلو خپلوانو په لیدلو نمانځلی دی.

هرات کې د نوي کال نمانځل
هرات کې د نوي کال نمانځل

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د سه‌شنبې په ورځ هغه کسان چې په کابل کې تفریحي ځایونو ته تلل کوم ممانعت نه‌دی شوی او په خبره یې، که شوی وي نو په اړه به یې څېړنه وشي.

د طالبانو د حکومت د امر به المعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر تر دې وړاندې ویلي وو، هغه کسان چې نوروز نمانځي دوی ورسره کار نه‌لري، خو تېره ورځ د یاد وزارت د یو کار کوونکي محمد یحیي عارف ویډیو د دغه وزارت په ټویټر پاڼه خپره شوې وه، نوموړي په‌کې ویلي وو، چې نوروز حرام دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د محدودیتونو سره سره د نوروز په ورځ د کابل په سخي زیارت کې د جنډې د پورته کولو مراسم تر سره شول خو د مزار شریف په ښار کې د تېرو کلونو خلاف، کوم رسمي مراسم تر سره نه‌شول.

نوروز چې د افغانستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادو لرغونی جشن دی، د پسرلي د پیلېدو په مناسبت د هجري لمریز کال په نوې کېدو سره نمانځل کېږي، خو په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په رسمي توګه نه نمانځل کېږي او ترڅنګ یې د دې ورځې عمومي رخصتي هم لغوه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG