د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

کابل کې د هند سفارت د طالبانو بهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ته روزنيز پروګرام جوړوي


د هند ملي بيرغ، ارشيف
د هند ملي بيرغ، ارشيف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ د ریاست له لوري خپور شوي مکتوب کې راغلي، په کابل کې د هند سفارت په پام کې لري، چې د دې وزارت د یو شمېر کارکونکو لپاره یوه څلور ورځنۍ انلاین روزنیزه دوره پیل کړي.

په مکتوب کې راغلې، دغه پروګرام "په هندي افکارو کې ژورتیا" یا (immersing with Indian thoughts) نومیږي چې، د روانې مارچ میاشتې له ۱۴مې تر ۱۷مې به دوام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې دا مکتوب تایید کړی او ویلي یې دي، هندوستان د دې پروګرام وړاندیز کړی خو وزارت لا تر اوسه په‌کې د خپلو کارکونکو د ګډون پرېکړه نه‌ده کړې.

وزارت لا تر اوسه په‌کې د خپلو کارکونکو د ګډون پرېکړه نه‌ده کړې.

یو شمېر هندي رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، د هند د مدیریت انستیتیوت د تخنیکي او اقتصادي ټیم (ITEC) په همکارۍ دا پروګرام پلان شوی چې د ټایلنډ او مالیزیا استازي به هم په‌کې ګډون ولري.

د هند تخنیکی او اقتصادي ټیم (ITEC) د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه برخه ده چې، د هند د ملګرو هېوادونو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه او د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي وایي، پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته هند هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ورغوي.

تميم عاصي
تميم عاصي

ښاغلی عاصي وايي: "د روزنې دا پروګرام چې هند یې د دفاع او بهرنیو چارو وزارت مسوولانو ته برابروي دا د دواړو ترمنځ د باور رامنځته کولو لومړني ګامونه دي، چې وکولای شي له‌مخې یې ډیپلوماتیکي او امنیتي اړیکې ښې کړي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته هند د روان لمریز کال په سرطان میاشت په کابل کې خپل سفارت ته یو تخنیکي ټیم واستاوه.

هندي رسنیو هاغه مهال خبر ورکړ چې، هند د بشري مرستو د څارنې او همغږۍ لپاره خپل یو تخنيکي ټیم کابل ته استولی چې په سفارت کې دی.

هند د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کله چې طالبانو کابل ونیو خپل ډیپلوماتان له افغانستانه وویستل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG