د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د اوکراین پر باخموت ښار سخته جګړه روانه ده


په باخموت کې اوکراین سرتېری د جګړې پرمهال
په باخموت کې اوکراین سرتېری د جګړې پرمهال

د اوکراین په ختیځ کې د باخموت پر ښار سخته جګړه روانه ده.

اوکراین وایي چې د روسي ځواکونو بریدونه یې شا ته تمبولي، خو روسیي ځواکونه بیا په دې باور دي چې هره شېبه ممکن دوی دا ښار ونیسي.

لوېدیځ متخصصان په دې نظر دي چې باخموت ستراتیژيک ښار نه دی، خو د دې لپاره چې له میاشتو راهیسې روسیي پوځیان حملې پرې کوي، د دې ښار نیول له سمبولیک پلوه مسکو ته اهمیت لري.

اوکراین نن خبر ورکړ چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې یې پر باخموت ښار د روسیې ګڼ بریدونه شا ته تمبولې دي.

د روسیې ملېشه ځواکونو ادعا کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې یې دغه ښار نږدې بشپړ محاصره کړی دی.

له څو میاشتو راپه دې خوا روسیي ځواکونو پر باخموت ښار تمرکز کړی دی چې ویې نیسي.

د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک په سیمه کې د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل ورځني راپور کې ویلي چې پرون اوکرایني ځواکونو په باخموت، لیمان، افدیفکا او شاختارسک سیمو کې د روسیي عسکرو تر یوسل او پنځوس ډېر بریدونه دفع کړې دي.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر په ننني راپور کې ویل شوې دي چې روسیي ځواکونو هڅه کوله چې باخموت بشپړ محاصره کړي خو دوی یې مخه ونیوله.

اوکرایني چارواکو ویلي دي که چېرته د باخموت دفاع دوی ته ډېره ګرانه تمامېده نو ممکن یو مخ خپل ځواکونه له دې ښاره وباسي او په لوېدیځ اوشمال لوېدیځ کې په نویو مواضعو کې ځای پرځای شي.

که څه هم په باخموت کې وضعیت نازک یاد شوی دی، خو تر اوسه اوکرایني پوځیان دې ته نه دي چمتو شوي چې له دې ښاره خپل سرتېرې وباسي.

د اوکراین د ځانګړیو عملیاتو قوماندان جنرال ویکتور خورینکو په فېسبوک کې لیکلي چې د باخموت په دفاع کې د دوی ځواکونه په ډېرو سختو شرایطو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دښمن ته د ډېرو تلفاتو د اړولو هڅې کوي.

د جمعې په ورځ د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ځواکونو موسس ایفګیني پروګوژین په یوه ویډیویي پیغام کې ادعا وکړه چې نږدې دی چې باخموت سقوط وکړي او د دې ښار یوه لاره پاتې ده چې ترې محاصره پوځيان ووځي.

د بریتانیا دفاع وزارت نن په خپل ورځني استخباراتي راپور کې ویلي چې اوکرایني ځواکونه په باخموت کې تر ډېر سخت فشار لاندې دي او د ښار دننه او شاوخوا سخته جګړه روانه ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت د استخباراتي راپور له مخې روسي سرتېرو او واګنر ملېشه ځواکونو د باخموت په شمالي برخو کې پرمختګ کړی دی.

د دې راپور له مخې اوکراین په سیمه کې خپل ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کوي او په تېرو شپږ دېرش ساعتونو کې په باخموت کې دوه مهم پلونه نړېدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG