نړۍ
روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځو سیمو بیا بریدونه پیل کړي

په اوکراین کې نن د خطر زنګونه وروسته تر دې وشرنګېدل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیي ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پر دونیڅک او لوهانسک سیمو بیا بریدونه پیل کړل.
دا دویمه ورځ ده چې په اوکراین کې د خطر زنګونه وهل کېږي.
پرون د زنګونو سربېره روسیي هوایي ځواکونو پر ملکیانو او اوکرایني تاسیساتو ډېرې حملې ونه کړې.
د اوکراین لوی درستیز په یوه راپور کې وویل، دښمن ته په لیمان، افدیفکا، نوفوپافلیوکا او باخموت سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې درانه تلفات اوښتي دي.
عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې د باخموت ښار په لمنو کې ودانۍ په ودانۍ جګړه روانه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین جګړه کې له ګډون وروسته د روسیې واګنر کمپڼۍ ۵ زره مجرمان بخښلي

د روسیې لپاره د جنګېدونکې واګنر خصوصي کمپنۍ ريیس اعلان وکړ چې تر ۵ زره ډېر مجرمان یې د اوکراین په جګړه کې له ګډون کولو وروسته د تل لپاره له حبسه بخښلي دي.
د دې ملېشه خصوصي ډلې ريیس بوګني پریګوژین، چې په وروستیو کې له بندیانو څخه د ناوړه استفادې په خاطر له نیوکو سره مخامخ شوی و، پرون شنبې په یوه ویډیو کې وویل، تر ۵ زره ډېرو بندیانو، چې له دغه شرکت سره د قرارداد پر اساس د اوکراین جګړې ته تللي وو، په جګړه کې د ټاکلې مودې له تیرولو وروسته بخښل شوي او خوشې شوي دي.
په امریکا کې د توپان له کبله ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي

د امریکا په مي سي سي پي کې پرون شنبې ماښام په توپان کې لږترلږه ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د امریکا د ناببره پېښو ادارې وايي چې توپان، چې سرعت یې په ساعت کې شاوخوا سل مایله و، ډېر مالي تاوانونه هم اړولي دي.
اندېښنه ده چې ممکن ګڼ نور کسان به تر نړېدلو ودانیو او کنډوالو لاندې ایسار وي.
روسیه خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په ګاونډي بېلاروس کې ځای پر ځای کوي.
پوتین پرون شنبه وویل، د ده بېلاروسي ساري الکساندر لوکاشنکو ډېره موده پخوا ورڅخه غوښتي وو چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.
بېلاروس له پولنډ سره، چې د ناټو غړی دی، ګاونډی دی.
روسیې د چچنیا لانجمن رهبر 'رمضان قادروف' ستایلی

روسیې د چچنیا د بشري حقونو د مدافع په ډول د چچنیا د لانجمن رهبر رمضان قادروف ستاینه وکړه.
چارواکي وايي، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپلو وګړو د حقونو په دفاع کې د پام وړ خدمتونو له کبله ستایل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، رمضان قادروف چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې پر چچنیا واکمني کوي، د شکنجې، انسان تښتونې، د خلکو د ورک کولو، غیرقانوني اعدامونو، د سیاسي مخالفانو د ترور او ځورونې، دغه راز د همجنسبازانو پر وړاندې د زورزیاتي په ګډون له بشري حقونو په سختو سرغړونو تورن دی.
له دې سره سره قادروف تر اوسه د روسیې له خوا د ویاړ تر ۳۰ زیات مډالونه ترلاسه کړي دي.
پاپ فرانسیس د کلیسا د ۲۰۱۹م کال قانون نوی کړ

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس د کلیسا د ۲۰۱۹م کال قانون نوی کړ، چې هدف یې له هغو کسانو سره حساب کتاب کول دي چې د جنسي ځورونې په پټولو کې لاس لري.
پاپ فرانسیس هغه مقررات تصویب کړل، چې په ۲۱۰۹م کال کېپه واتیکان او کاتولیک مذهب د بحراني وضعیت پر مهال تدوین شوی و.
نوي قوانین په کاتولیک کلیساګانو کې د ناوړه استفادو په اړه له راغلو نویو بدلونونو سره تطابقت لري.
هغه بدلونونه هم په تېرو څلورو کلونو کې په کاتولیک کلیساګانو کې د ناوړه استفادو د مخنیوي لپاره راغلي وو.
سوریه کې د امریکا د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

په سوریه کې د ایران پر پلوي ملېشو د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو.
په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د امریکا په ځوابي برید کې۳ سوریايي سرتېري، یوولس ایران پلوه ملېشې او پنځه بهرني وسله وال چې د سوریې د حکومت پلویان وو، وژل شوي.
د امریکا پوځ وايي په دې برید کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره تړلو ملېشو کار ترې اخیست.
دا برید وروسته له هغه کېږي چې یو امریکایي قراردادي د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او پنځه نور امریکايي سرتېري او یو بل قراردادي ټپیان شول.
دا په وروستیو څو کلونو کې د ایراني او امریکايي ځواکونو ترمنځ ترټولو خونړی تقابل و.
د امریکا ولسمشر د کاناډا صدراعظم سره یوه موافقه لاسلیک کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو سره پرون جمعه یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوه هېوادونه غیرقانوني کډوال یو بل ته سپاري.
ولسمشر بایډن له موافقې وروسته وویل، دواړه هېوادونه د کډوالۍ له داسې څپې سره مخامخ دي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د امریکا او کاناډا د موافقې له مخې، دواړه هېوادونه هغه پناه غوښتونکي شړلی شي چې په غیرقانوني لارو له امریکا څخه کاناډا او یا له کاناډا څخه امریکا ته واوړي.
په ۲۰۲۲ کال کې له متحدو ایالتونو څخه کاناډا ته نږدې ۴۰ زره پنا غوښتونکي اوښتي وو.
اکثره هغه پناه غوښتونکي چې په امریکا کې نه منل کېږي، کاناډا ته اوړي او هلته د پناه غوښتنه کوي.
بایډن په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی

په سوریه کې د سپاه پاسداران په اړوندو ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه وویل، امریکا له ایران سره د شخړې په لټه کې نه ده، خو د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر اقدام ته په کلکه ځواب وايي.
د امریکا ولسمشر کاناډا ته د رسمي سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې یوه ورځ مخکې یې په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی دی.
تر دې مخکې وړمه شپه د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وویل چې د یوې انتحاري بې پیلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو په ځواب کې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اډو بریدونه وکړل.
د پنټاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس، پر امریکايي قراردادیانو د ایراني ډرون له لوري برید شوی و.
د امریکا دفاع وزیر لویډاسټین په دې اړه وویل، د ولسمشر جو بایډن په امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر تاسیساتو دقیقې هوايي حملې وکړي.
ایران 'فاطمه سپهري' په ۱۸ کاله بند محکومه کړه

د ایران قضاییه قویې د دې هېواد د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سپهري په ۱۸ کاله بند محکومه کړه.
سپهري ویلي و چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي دې نور له واکه لاس په سر شي.
د دې ورور اصغر سپهري وایي چې خور یې لس کاله د ایران د نظام پرضد د تبلغ په تور، پنځه کاله د ایران له مخالفو هېوادونو سره د همکارۍ په تور او دوه کاله هم خمیني او خامنه يي ته د سپکاوي په تور په بند محکومه شوه.
فاطمه سپهري د ایران د بشري حقونو له هغو فعالانو څخه ده چې هغه لیک یې لاسلیک کړی دی چې د خامنه يي د استعفی غوښتنه په کې شوې ده.
دا پروسږ کال سپتمبر د ایران د حکومت پر ضد د مظاهرو له پيلېدو سره سم، په ایران کې ونیول شوه.
د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پروسږ کال د کډوالو درخواستونه د وړم کال په پرتله ۶۴ فیصده زیات و.
د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې اته لکه یو اتیا زره او دوه سوه کسانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د پناه اخیستو درخواستونه سپارلي وو.
په ۲۰۲۱م کال کې د نویو پناه غوښتونکو شمېره څه باندې پنځه لکه اووه دېرش زرو ته رسېده او تر هغه کال مخکې څه باندې څلور لکه اوولس زره وه.
تېر میلادي کال تر څلور میلیونه ډېرو اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې پناه واخیسته.
تر اوکراینیانو وروسته د سوریې د کډوالو شمېر زیات و بیا د افغانستان و چې تر یولک او دیارلس زرو یې شمېر لوړ و.