د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

زیلینسکي: اوکراینیان دې په راتلونکو ورځو کې له ډېره احتیاطه کار واخلي


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه ښایي د کرسمس او نوي کال په ورځو کې لا ډېرو بریدونو ته مخه کړي او اوکراینیان دې له ډېره احتیاطه کار واخلي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې روسیه ښایي د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي.

ده له اوکراینیانو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې ډېر احتیاط وکړي.

زیلینسکي په خپله وینا کې چې تېر ماښام د ویډیو له لارې خپره شوه دا خبره هم وکړه چې د رخصتیو په وخت ښایي د ده په وینا روسي ترهګر بیا فعاله شي.

د اوکراین د پوځ مشرانو په دې وروستیو کې د خپل هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو او د انرژۍ پر شبکو د میزایلو د نویو بریدونو خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې په تور سمندرګي کې پر کروز مزایلو سمباله د جنګي کښتۍ په ګډون د روسیې د سمندري ځواکونو یو جزوتام فعالیت ته ځان چمتو کوي.

زیلینسکي د متحدو ایالتونو له سفر وروسته کییف ته له بېرته ستنېدو سره سم پرون د دې هېواد له پوځي مشرانو سره وکتل او ویې ویل چې پوځ د راتلونکو میاشتو او راتلونکي کال لپاره تیاری نیسي.

هغه زیاته کړه چې د دوی هدف نه دی بدل شوی او هغه د خپلې خاورې ازادول دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د خلکو خوندیتوب دی، د روسیې له بریدونو وورسته زموږ د هېواد بیارغونه ده اودا د اوکراین د بریا برخې دي چې موږ ګام په ګام ورنږدې کېږو."

په واشنګتن کې د استازیو جرګې له اوکراین سره د پنځه څلویښت میلیارده ډالرو نورو مرستو لایحه تصویب کړه او د توشېح لپاره یې ولسمشر جو بایډن ته راجع کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه اوکراینی سیال زیلینسکي د وروستۍ لیدنې انځور
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه اوکراینی سیال زیلینسکي د وروستۍ لیدنې انځور

تر دې پرېکړې وروسته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ټویټر کې له کانګرس څخه مننه وکړه او ویې لیکل چې دا ډېره مهمه ده چې د اوکراینیانو په دې مبارزه کې امریکایان له دوی سره دي.

زیلینسکي همدارنګه په یوه بل ټویټ کې له بایډن څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د ده لپاره د ویاړ ځای و چې د هغه هېواد له ولسمشر سره ګوري چې د دوی تر خوا ولاړ دی.

هغه ویلي، دغه سفر وښوده چې متحده ایالات او اوکراین په ګډه د خیر، ډیموکراسۍ او عدالت په خوا ولاړ دي.

د اوکراین په ختیځ کې پرون هم سختې جګړې روانې وې، د روسیي ځواکونو پر دې سربېره چې به باخموت او اودیفکا ښارونو توغندویي بریدونو زیات کړې، په ختیځ درې نورو سومي، خارکییف او لوهانکس سیمو کې یې هم پر پوځي او ملکي ځایونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د اوکراین لوی درستیز وویل چې اوکرایني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې ۱۹ بریدونه په شا تمبولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG