د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

زیلینسکي: اوکرایني ځواکونه په جګړه کې د بریا لپاره سختې هلې ځلې کوي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د امریکا له سفره کییف ته له رسېدو سره سم اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونه د روسیې پرضد جګړه کې د بریا لپاره سختې هلې ځلې کوي.

زیلینسکي په هغه وینا کې چې پرون خپره شوه یوځل بیا ټینګار وکړ چې اوکراین به په دې جګړه کې بریالی شي.

هغه متحدوایالتونو ته خپل سفر هم له بریاوو او لاسته راوړنو ډک وباله.

زیلینسکي وویل: "بریالی سفر و. موږ د خپلو هوايي دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو پرېکړه وکړه. د امریکا کانګرس د اوکراین او نړۍ د امنیت لپاره د ۴۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي مرستې پر یوه ډېره لویه بسته کار کوي."

د راپورونو له مخې ښاغلي زیلینسکي امریکا ته د سفر په ترڅ کې له اوکراین سره د متحدوایالتونو د ۱،۸ میلیارد ډالره پوځي مرستې ډاډ ترلاسه کړ.

هغه داسې مهال خپل هېواد ته راستون شو چې د اوکراین د ختیځ او جنوب په جبهو کې د روسیې د توپونو او توغندیو حملې لاهم دوام لري.

روسیې ویلي، جګړه به ترهغه وخته پای ته ونه رسېږي چې په اوکراین کې یې خپل ټاکلي پوځي اهداف ترلاسه کړي نه وي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین جګړه به د روسي چارواکو په وینا د ځانګړو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د خبرو او مذاکراتو په نتیجه کې پای ته ورسېږي.

نن د ډسمبر په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل لس میاشتې پوره شوې.

د دې لسو میاشتو په ترڅ کې د اوکراین بېلابېلې سیمې په تېره ختیځ او جنوبي ښارونه د روسي د درنو حملو ډګرونه وو.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي تېره میاشت وویل چې د اټکل له مخې په دې جګړه کې د اوکراین او روسیې شاوخوا ۲۰۰ زره پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د جنرال مېلي د اټکل له مخې د ملکي تلفاتو شمېر هم شاوخوا ۴۰ زرو ته رسېږي.

مېلي وویل چې دا د ډېرې اندېښنې وړ کړکېچ لاهم روان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG