د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

اوکرایني چارواکي: روسیې نن پر کییف او شاوخوا سیمو بمباري کړې


د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، لومړني معلومات یې ښيي چې دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، لومړني معلومات یې ښيي چې دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.

د اوکراین چارواکي وایي چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو یې تازه بمباري کړې ده.

اوکرایني چارواکي وایي، روسي پوځیانو له ایرانۍ کمیکازه الوتکو په استفادې نن سهار وختي پر کییف او شاوخوا سیمو یې بمباري کړې ده.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، لومړني معلومات یې ښيي چې دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کامیکازه یا بې پیلوټه ځانمرګې الوتکې کارېدلي دي چې هدف یې د برښنا او نورو بنسټیزو پروژو تاسیسات وو.

دوی وایي، د هوایي دفاع سیستم په وسیله یې پنځلس کامیکازه الوتکې ویجاړې کړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم روسي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو سیمو سل توغندي ویشتي وو.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل لس میاشتو ته وغځېد، خو د راپورونو له مخې روسیه په ټوله کې له ماتې سره مخامخ ده او شاتګ ته مجبوره شوې ده.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن ګاونډي هېواد بېلاروس ته په سفر کې له خپل بلاروسي سیاله د اوکراین په جګړه کې مرسته غواړي.

الکساندر لوکاشینکو او پوتین د روغبړ پرمهال. ارشیف
الکساندر لوکاشینکو او پوتین د روغبړ پرمهال. ارشیف

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پوځي کارپوهانو په حواله لیکلي، پوتین به له الکساندر لوکاشینکو وغواړي چې خپل ځواکونه د اوکراین په شمال کې جګړې ته واستوي.

د لوکاشینکا دفتر ویلي، دواړه ولسمشران به له وزیرانو سره هم بېلابېلې غونډې ولري.

په همدې حال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز ویلي، روسیه د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو په نیت خبرو ته لېواله نه ده.

برنز له پي بي ایس تلوېزیوني شبکې سره دا مرکه د ډسمبر په ۱۶مه وروسته تر هغه وکړه چې تېره میاشت یې له خپل روسي سیال سره ترکیه کې کتلي و.

XS
SM
MD
LG