د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

جرمني د خپل پوځي ځواک غښتلتیا لپاره امریکایي جېټ الوتکې پېري


د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې د دیارلس میلیاردو ایرو په اندازه هغه اته پروژې منظور کړې چې د لس میلیارده ایرو په اندازه د دغو جېټ الوتکو پېرل هم په کې شامل دي.
د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې د دیارلس میلیاردو ایرو په اندازه هغه اته پروژې منظور کړې چې د لس میلیارده ایرو په اندازه د دغو جېټ الوتکو پېرل هم په کې شامل دي.

جرمني پر اوکراین د روسیې یرغل ته په پام د خپل پوځي ځواک د غښتلتیا لپاره په لسګونه امریکایي ایف ۳۵ جېټ الوتکې پېري.

جرمني پرون چهارشنبې د امریکا ایف ۳۵ ډوله نږدې دېرش جېټ الوتکو پېرلو ته شین څراغ ورکړ.

پر اوکراین د روسیې یرغل برلین دې ته اړ کړی چې پر خپل پوځ پانګونه وکړي.

د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې د دیارلس میلیاردو ایرو په اندازه هغه اته پروژې منظور کړې چې د لس میلیارده ایرو په اندازه د دغو جېټ الوتکو پېرل هم په کې شامل دي.

په برلین کې د متحده ایالاتو سفارت د دغو الوتکو د پېرلو له منظورۍ وروسته په یوه بیان کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ګډون د اوسنیو امنیتي ننګونو په رڼا کې، د متحدینو ترمنځ نږدې همکاري تر بل هر وخت ډېره مهمه ده.

سفارت په یوه بیان کې وویل چې د ایف ۳۵ الوتکو پروګرام به له متحدینو سره د جرمني د اتحاد د دوام ژمنه او هم په راتلونکې کې د حملو د مخنیوي په چاره کې د ناتو وړتیا یقیني کړي.

د امریکا سفیرې ایمي ګټمن په یوه ټویټ کې وویل چې د امریکاـ جرمني دفاعي شراکت هېڅکه هم دومره پیاوړی نه و چې نن دی او هغه یې د ناتو د ټرانس اتلانتیک د شراکت یوه کلیدي ستنه وبلله.

د سفارت د بیان له مخې تمه ده چې ایف ۳۵ ډوله جېټ الوتکې به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ جرمني ته وسپارل شي.

برلین په تېره مارچ میاشت کې هغه پلانونه اعلان کړي وو چې له مخې یې دغه نوې الوتکې پېرل کېږي چې د زړو شویو تورنودو الوتکو ځای ونیسي.

خو د جرمني دفاع وزارت اندېښنه ښکاره کړې چې ښایي د دغو الوتکو سپارل وځنډېږي او او لګښتونه به یې هم زیات شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز ویلي، د اوکراین جګړې جرمني دې ته اړه کړې چې پر خپل پوځ ډیره پانګونه وکړي، دومره پانګونه چې له دویمې نړیواله جګړې راهیسې نه ده شوې.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز
د جرمني صدراعظم اولاف شولز

د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې همدارنګه د یرغلیزو نویو ټوپکو او د راډیو سیسټمونو پېرل هم تصویب کړي او همدارنګه یې اجازه ورکړې چې د پوما په نوم پرسونل وړونکې زغروالې وسیلې نوي شي.

د پوځي وسایلو او وسلو د نوي کولو لپاره دغه پیسې د سل میلیارد ایرو له هغه صندوق څخه ورکول کېږي چې د جرمني صدراعظم اولاف شولز په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو ورځو کې اعلان کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG