د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۲

اردوغان د اوکراین د غلو صادرولو په اړه له پوتین او زیلینسکي سره غږېږي

د عکس ښي لور ته پوتین، منځ کې اردوغان او چپ لور ته زیلینسکي
د عکس ښي لور ته پوتین، منځ کې اردوغان او چپ لور ته زیلینسکي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه وویل، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د صادرولو په اړه به سبا یکشنبه د روسیې او اوکراین له مشرانو سره خبرې وکړي.

په دې اړه د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب موافقه شوې وه او وروسته له دې چې په نومبر کې یې موده پوره شوه، د نورو څلورو میاشتو لپاره تمدید شوه.

اوکراین او روسیې په بېلابېلو دلایلو د دې موافقې د بشپړه نه اجرا کېدو له کبله شکایتونه کړي دي.

د موافقې له مخې، د اوکراین پر غلو بار بېړۍ به په تور سمندرګي کې له ټاکل شویو خوندي لارو تېرېږي او د استانبول په بندر کې به د نړیوالو څارونکو له لوري پلټل کېږي.

په استانبول کې پر دغه پروګرام د څارنې مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل، تراوسه پورې د اوکراین نږدې ۱۳ میلیون ټنه غله او خوراکي مواد له دې لارې صادر شوي، خو دا هم تاییدوي چې د موافقې په تطبیق کې د ځنډ د پېښېدو له کبله هومره غله نه ده صادره شوې چې دوی غوښتل.

د دغه مرکز په وینا، اوس د استانبول په بندر کې ۸۴ بېړۍ منتظرې دي او ځینې، خو له یوې میاشتې راهیسې انتظار ولاړې دي.

د اوکراین خبري اژانسونو هم د خپل هېواد د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په قول ویلي چې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې د روسیې د ځنډ له کبله حاضردمه اوکراین یوازې د هغه څه چې په تور سمندرګي کې یې له خپلو بندرونو څخه صادرولی شي نیمايي صادروي.

له دې سره هممهاله د ناټو سرمنشي له یوې نارویژۍ رسنۍ سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه، په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د اوکراین جګړه به له کنټروله ووځي او هغه به د ناټو او روسیې ترمنځ پر یوې جګړې واوړي.

ینس سټولټنبرګ همداراز وویل، امکان شته چې د اوکراین جنګ د روسیې او ناټو ترمنځ پر یوه بشپړ دې جګړې بدل شي، خو دوی هره ورځ هڅه کوي چې داسي ونه شي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG