د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

اې‌سي‌ايي‌جی: د اسټراليايي ځواکونو له لوري وژل شويو افغانانو ته دې تاوان ورکړل شي


افغانستان کې اسټراليايي ځواکونه، انځور - ارشيف
افغانستان کې اسټراليايي ځواکونه، انځور - ارشيف

د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا نا دولتي قضايي بنسټ (ACIJ) وايي، د اسټرالیا حکومت د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د هغه افغانانو کورنیو ته تاوان نه‌دی ورکړی چې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا غیر دولتي قضايي بنسټ «اې سي ايي جی» دا غوښتنه کړې، د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، نه یوازې قربانیانو ته باید غرامت ورکړل شي بلکې هغه سرتېري دې هم محاکمه شي چې په دغه پېښو کې لاس لري.

هغه پوځیان چې د دې جنایتونو مرتکب شوي دي محکمه شي او خپله سزا وویني."

د دې سازمان د اداري کمېټې غړي ماهر مومند د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "زموږ غوښتنه دا ده چې نه یوازې دا چې باید ژر تر ژره د وژل شوو کسانو د کورنیو غړو ته غرامت ورکړل شي، بلکې باید هغه پوځیان چې د دې جنایتونو مرتکب شوي دي محکمه شي او خپله سزا وویني."

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا غیر دولتي قضايي بنسټ (ACIJ) ویلي، د اسټرالیا حکومت د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د هغه افغانانو کورنیو ته تاوان نه‌دی ورکړی چې د اسټرالیايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په ارزګان ولایت کې وژل شوي دي.

د مريم په نوم هغه ښځه چې اسټراليايي ځواکونو يې روزګان ولايت کې زوی وژلی، انځور - ارشيف
د مريم په نوم هغه ښځه چې اسټراليايي ځواکونو يې روزګان ولايت کې زوی وژلی، انځور - ارشيف

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې دا جنګي جرم بللی او د اسټرالیا له حکومته يې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دغو بې ګناه ولسي افغانانو کورنیو ته رسېدنه وکړي.

که څه هم دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه‌دی ښودلی خو د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هغه وخت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یو راپور کې د وژل شویو بې ګناه ولسي وګړو شمېر ۳۹ تنه ښودلی وو چې ډېر شمېر يې سیمه‌ییز کروندګر وو.

د وژل شویو بې ګناه ولسي وګړو شمېر ۳۹ تنه ښودل شوی و چې ډېر شمېر يې سیمه‌ییز کروندګر وو.

دغه کمېسیون هغه مهال وژل شوي ټول بې ګناه ولسي وګړي بللي وو او د اسټرالیا له حکومته يې غوښتنه کړې وه چې باید د قربانیانو کورنیو سره مرستې وشي او په دې برخه کې دې عدالت تامین شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت پر مهال سلګونه ورته پېښې شوي چې څېړنو ته اړتیا لري او جنګي جرمونه بلل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړو عملیاتو کې سلګونه داسې پېښې شوي چې هلته يې بې ګناه انسانان شهیدان کړي دي، دا یو دوه او لس پېښې نه‌دي بلکې شمېر یې سلګونو او ان زرګونو ته رسیږي چې باید په اړه يې پراخه څېړنې وشي."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د دوی له‌خوا په بریدونو کې هم چې هغه مهال یې د ځینومسوولیت دوی منلی هم و، په ډېر شمېر سره ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جولای په میاشت کې هم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي وو، چې طالبان د تېر حکومت له نسکورېدو را وروسته د ناقانونه وژنو، ځورونې، خپل‌سري نیولو او غیر انساني مجازاتو مسوولان دي.

د یادونې ده، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت پر مهال اسټرالیايي سرتېري تر ډېره په ارزګان ولایت کې مېشت وو.

په دوی تور دی چې د خپل ماموریت پر مهال يې لسګونه بې ګناه افغانان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG