د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ولسي جرګه: د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې عاملين دې محاكمه شي


د ولسي جرګي د چارشنبي د ورځې په غونډه كې يو ځل بيا ګڼو وكيلانو په افغانستان كي د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې عاملينو ته د سزا وركولو غوښتنه وكړه.

څه باندې شلو وكيلانو په يوه پريكړه ليك كې له ولسي جرګي څخه غوښتنه كړي وه چې د يوې مصوبې په شكل دې له اړوندو چارواكو څخه د دغو بهرنيو سرتيرو محاكمه كېدل وغواړي.

د ولسي جرګي لومري منشي عبدالستار خواصي د دغه پرېكړه ليك ځينې برخې مجلس ته روښانه كړي:

"نړيوال سوله ساتي او ايتلافي ځواكونه چې د سولې، ثبات او د قانون د حاكميت تر شعارونو لاندې راغلي دي، په افغانستان كې يي زيات جنګي جنايتونه كړيدي، ملكي وګړي په ځانګړي توګه ښځي او كوچنيان يي وژلي او كيمياويي مواد يې په خلكو پاشلي دي.

نو ځكه له ولسي جرګي څخه غواړو چي د يوې مصوبې په شكل له جمهور ريس حامد كرزي او له نړيوالو جنګي محكمو څخه وغواړي چې دغه مجرمين محاكمه كړي."

ولسي جرګي تر دې مخكې هم د رايو په اتفاق سره له حكومت څخه غوښتي وه چي په افغانستان كې دې د بهرنيو ځواكونو د قانوني كېدو طرحه چمتو كړي.

خو د ولسي جرګي د چارواكو په وينا حكومت د دغي طرحې په چمتو كولو كې پاتې راغى.

د نوموړي جرګي يو تن وكيل مولوي سيد الرحمن هم په دې اړه خپل احتجاج او غوښتنه بيان كړه:

"د اوږدې مودې راهيسي په افغانستان كې د ملكي خلكو د مرګ وبلې په اړه زيات افغانان سخت انديښمن شوي دي.

افغان حكومت هم په وار وار له نړيوالو ځواكوونو غوښتي دي چي ټول پوځي عمليات دې له دوى سره په غوره توګه هماهنګ كړي څو ملكي خلكو ته ترې مرګ ژوبله وا نه وړي.

خو داسې ښكاري چي لا تر اوسه هم په دې برخه كې كوم د پام وړ پرمختګ نه دى شوى."

بهرني ځواكونه او د لويديځ پوځي چارواكي استدلال كوي چي ملكي خلك ځكه په جګړو كي متضرره كيږي چي مخالفين په ملكي خلكو كي ځان پټوي خو د كار پوهانو په فکر دا د دوی دخلاصون لپاره يو قوي دليل نشي كيداى.
XS
SM
MD
LG