د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

"راتلونکی حکومت دې جنګي مجرمين پر دولتي پوستونو نه ګماري"


د انتقالي عدالت ډلې، د مدني ټولونو یو شمیر فعالانو او د درېيو لسیزو د قربانیانو کورنۍ له افغان حکومت څخه د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د تېرو درېیو لسیزو د جګړو د قربانیانو کورنۍ له راتلونکي حکومت څخه غوښتنه کوي چې؛ د جنګي مجریمونو د محاکمې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د کابل په دارالمان ماڼۍ کې د جمعې په ورځ د جګړې د قربانیانو لسګونو غړیو په داسې حال کې چې د خپلو کورنیو د وژل شويو غړیو انځورونه یې په لاسونو کې وو؛ د ټولو هغو کسانو د مجازات غوښتنه وکړه چې؛ د دوی د کورنۍ غړي یې وژلي دي.

دغه یاد غونډه چې د مدني ټولنې د یوشمېر غړیو د انتقالي عدالت د ډلې او د قربانیانو د کورنیو له لورې جوړه شوې وه؛ په کې یوه پریکړه لیک هم ولوستل شو.

د مدني ټولني یوه غړي حبیب رهیاب د پریکړه لیک په یوه برخه کې وویل:

"له انتخاباتو وروسته د افغانستان له نوې حکومت څخه غواړو چې؛ د منازعې ترسیم راپور چې د بشرحقونو د خپلواک کمیسون له لوري برابر شوی؛ ژر تر ژره خپور کړي، باید د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ډله ییز قبرونه پیدا، ثبت او ترې ساتنه وشي، کوم کسان چې په جنایت او جنګي جرمونو تورن دي باید په کلیدي پوستونو ونه ګمارل شي."

که څه هم په افغانستان کې د ثورد اومې او اتمې پر تاریخي پیښو کلونه اوړي؛ خو اوس هم کابل ښاریان دواړه ورځې د دوې د تاریخ بدې ورځې ګڼي.

دوی وایې، د ثور اومه چې شوروي پلوه حکومت یې پر خلکو حاکم کړ او د ثور اتمه چې مجاهدین په کې هېواد ته راننوتل؛ دواړو پیښو په هېواد کې په لسګونو زره خلک ووژل او میلیونونه یې مهاجرت ته اړ ایستل.

په عین حال کې د قربانیانو یو شمیر کورنۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ټولو مجرمینو د مجازات غوښتنه کوي.

"زه فریده یم. ما د خپل پلار په ګډون د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي؛ موږ به هیڅ کله دا حالت هېر نه کړو؛ متاسفانه ترواسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی؛ له راتلونکې حکومت څخه په کله غواړو چې؛ د دغو جنایت کارونو په وړاندې قوي موفق خپل کړي؛ که چېرې زموږ غوښتنو ته توجه ونه شي؛ نو موږ به ارام کښېننو او نورې لارې به خپلې کړو."

د قربانیانو کورنۍ همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان څخه هم وغوښتل چې؛ د انتقالي عدالت د پلي کېدو لپاره د راتلونکي حکومت څخه ملاتړ وکړي.

دوی همدارنګه د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوله چې؛ په تېرو درېيو لسيزو کې يې د دوى په باور جنګي جنايتونه کړي او لاهم په مهمو حکومتي څوکېو کې کار کوي.
XS
SM
MD
LG