د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

په کابل کې د غلاوو زياتوالی؛ خلک: احمدشاه بابا مېنه کې غلو يو ځوان وژلی


ارشيف: د کابل ښار يوه څنډه
ارشيف: د کابل ښار يوه څنډه

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې غلاوې ډېرې شوي او دې کار دوی اندېښمن کړي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې ښار کې د غلاو له ډېرېدو شکایت کوي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې ادعا کېږي، پرون ماسپښين غلو د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې یو ځوان وواژه.

د دغې سیمې یو اوسېدونکی، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، چې د یاد کس جسد د ۲ ساعتونو لپاره په سیمه کې پروت و چې وروسته په یوه امبولانس کې ولېږدول شو.

هغه وويل: "کله چې ورغلم، و مې کتل، د سیمې امنیتي مسوولان او خلک له یوه جسده راټول وو، هملته د جومات ملا هم و او د هغه مخته دا پېښه شوې وه، هغه وویل چې غلو مقتول له موټره ښکته کړ، ترمنځ یې لانجه شوه او هملته یې وویشت."

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه لیکل شوي، او ویل شوي چې وژل شوی کس انجینر و او اکرام الله نومېده.

د طالبانو حکومت د کابل امنینه قومندانۍ ویاند د دې پېښې په اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه کړه.

دغه راز د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه چې د وژل شوي کس د کورنۍ غړي هم پیدا او ورسره خبرې وکړي خو بریالي نه شو.

د‌ کابل ښار يوه څنډه
د‌ کابل ښار يوه څنډه

د کابل یو بل اوسېدونکی همایون هم وايي، په دې ښار کې غلاوې ډېرې شوې دي.

دی وايي، د تېرې شنبې په ورځ په یوه ټيکسي کې کېناست چې کور ته لاړ شي خو په ټيکسي کې ناستو غلو پرې حمله وکړه او هر څه یې ترې واخیستل.

هغه وويل: "دروازې یې بندې کړې، په ما یې توپانچه او چاقو راوویستل، راته ویل یې چې ونه ښورې، کنه وژل کېږې. موبایل، پیسې او یو قیمتي ساعت یې رانه واخیست او ډېر یې ووهلم، خو خدای ترې بچ کړم. له دغه ځای څخه ۲۰۰ متره لرې د پولیسو پوسته هم وه، خو دوی دومره زړور و، چې په همدې ځای کې یې هم غلا کوله."

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ که څه هم په کابل کې د غلاو د ډېرېدو او د دوی لخوا د تدابیرو د نیولو په اړه هم د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه خو ویې ویل، د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دوی له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو امنیتي کامرې ولګوي.

هغه وويل: "یو ډول دعوتي لړۍ پيل شوې ده. د اپارتمانونو، غټ کورونو او د حویلیو مالکانو ته ویل کېږي او د کامرې په ارزښت پوهول کېږي، په کامرې دومره مصرف نه راځي خو د پېښو مخه نیولای شي، د حوزو، د ګذر د وکیلانو او ملا امامانو لخوا دا ډول یوه دعوتي لړۍ شروع ده."

طالبانو خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو سيمو کې امنيتي کمرې ولګوي.
طالبانو خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو سيمو کې امنيتي کمرې ولګوي.

ځدراڼ وايي، دوی د کورونو مالکانو ته یوه سپارښتنه کوي چې کامرې ولګوي خو که څوک یې نه لګوي، جبري نه ده.

د یادونې ده، چې د تېر جمهور نطام چارواکو ویلي وو چې په پلازمېنه کابل کې درې سوه امنیتي کمرې نصب دي او سل ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې په ټولو سیمو کې یې امنیتي کمرې نصیب شي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، که د وسله والو غلاو مخه ونه نیول شي، ښايي د غلاو ګراف نور هم لوړ شي.

د تېر جمهوري حکومت په مهال هم د غلاو په ګډون نورې جنايي پېښې د کابل ښاریانو لپاره یو جدي ستونزه وه چې په ځینو مواردو کې، په کې د وژنو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG