د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

افغانستان کې سیاسي تشه؛ "بې نظمي زیاته شوې او ځینې ډلې ترې ناوړه ګټه اخلي"


کابل ښار
کابل ښار

د محمد اشرف غني د حکومت له ړنګېدو او کابل ته د طالبانو له ننوتلو دوه اوونۍ وروسته هم په افغانستان کې سیاسي خلا په خپل ځای ده.

‎په کابل کې د حکومت د جوړېدو نشتون، د خلکو د ټولنیز ژوند پر بېلابېلو برخو اغیز کړی دی.

‎دولتي ادارې، بانکونه، ښوونیز او سوداګریز مرکزونه هم تړلي دي.

‎د دولتي تجهیزاتو غلا کول او په ښارونو کې په ځانګړي توګه په پلازمېنه کې بې نظمۍ د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

‎د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې د امنیتي لاملونو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دا شپې، ورځې د ژوند د ناخوالو کیسه کوي وايي د یوې دولتي ادارې کارکوونکې ده چې د طالبانو په راتګ سره یې د دندې برخلیک نا څرګند دی.

‎دا نجلۍ وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، خپلې دندې ته لاړه، خو په خبره یې، طالبانو هغه له دفتره ایستلې ده: "د طالبانو له راتګه یوه اوونۍ وشوه پرېکړه مې وکړه چې دفتر ته ولاړه شم، کله چې هلته لاړم نیم ساعت به شوی نه و چې د طالبانو یو کس راغی او راته یې وویل چې زه یاید زر تر زره دا ځای پرېږدم چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې کسانو له جدي چلند سره مخ نه شم."

‎د دې نجلۍ کیسه د زرګونو هغو مېرمنو بېلګه ده چې په بېلابېلو ادارو کې په دندو بوختې وې او د طالبانو له واکمنۍ سره له تېرو دوو اونیو راپه دېخوا په کورونو کې ناستې دي.

‎طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور مخنیوی لنډمهالی وباله، خو په یوې تازه اعلامیه کې دغې ډلې ښخیه ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو نه غوشتي چې خپلو دندو ته ستنې شي.

‎افغانستان کې له تېرو دوو اونیو سیاسي تشه رامنځته شوې. ‎د واک دغې تشې د افغانانو عادي ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

‎ځینو افغانان د دولتي ادارو د تړل کېدو، د دولتي اسانتیاوو د غلا کېدو، د بانکي خدمتونو د درېدو او د لومړنیو توکو د بیو د لوړېدو په اړه شکایتونه لري.

‎د کابل اوسېدونکی بادام احمدزی وایي چې د سیاسي واک تشه د بې نظمۍ لامل شوې او د ځینو ‌‌‌‌‌‌ډلو لپاره یې د ناوړه ګټه اخیستنې زمینه برابره کړې ده.

‎دی د حکومت د ژر اعلان غوښتونکی دی: "د افغانستان حالت کړکېچن دی، امنیت، اقتصادي وضعیت او د خلکو کاروبار له ستونزو سره مخ شوی، اندېښنې زیاتې شوي، بانکونه تړلي، خلک له دې بې نظمیو وېرېږي، ځکه چې هېڅ هم معلوم نه دي، ان نه پوهېږي چې خپلې دندې څنګه مخ ته یوسي."

‎سره له دې چې د طالبانو وباند او د فرهنګي کمېسیون مشر، ذبیح الله مجاهد ژمنه کړې چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډله به د عامو تجهیزاتو د غلاوو مخه ونیسي، خو په تېرو دوو اونیو کې د ګڼو وزارتونو د مالونو او تجهیزاتو د غلاو راپورونه خپاره شوي دي.

‎بل خوا د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر دروازې ته څېرمه د چاودنې له امله چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ له ۱۷۰ زیات کسان په کې وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي، هم د خلکو ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه وېره خپره کړې ده.

‎دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دولتي کار کوونکو او امنیتي ځواکونو غوښتي چې خپل وسایط، وسلې مهمات او تجهیزات په یوه اوونۍ کې خپلو اړونده دفترونو ته بېرته وسپاري.

‎د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سرغړونې په صورت کې به له سر غړوونکو سره قانوني چلند وشي.

‎ښاغلي مجاهد دغه شان په یوه خبري ناسته کې ویلي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د واک تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه شي او دولتي ادارې به خپل فعالیت پیل کړي.

XS
SM
MD
LG